د څرخي پله زندان په نښته کې ۴ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن د څرخي پله په زندان کې د بندیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه چې پولیسو غوښتل د یاد زندان د نشه‌يي توکیو په تړاو نیول شوي قاچاقیان وپلټي.

د نوموړي په وینا، په یاده نښته کې څلور بندیان وژل شوي او ۱۳ بندیان او ۲۰ امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

نصرت رحیمي زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالي په ګډ امر باید د نشه‌يي توکیو ځانګړي بندیان باید وپلټل شي او امنیتي ځواکونو هم د موظف څارنوال په وړاندې څلور بلاکونه پلټلي وو چې بندیانو پر امنیتي ځواکونو ډله‌ییز برید کړی او غوښتل یې وسلې ترې واخلي، خو په وینا یې، امنیتي ځواکونو یې هم پروړاندې اقدام کړی او له کبله یې دواړو لوریو ته یاده مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، اوس په زندان کې وضعیت په عادي حالت کې دی.

څرخي پله کې د زندانیانو او امنیتي ځواکونو نښته

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام