“د ترکمنستان له پولو طالبانو ته وسلې ویشل کيږي”

د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر او د هرات پاتې شوی والي محمد اسماعیل‌خان وايي، چې حکومت د افغانستان او ترکمنستان په سرحدونو کې څو پوستې پرېښي دي او اوس‌مهال دغه پوله د طالبانو پرمخ خلاصه ده.

اسماعیل‌خان، چې له خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه، له ده سره کره اسناد شته، چې وسله‌وال طالبان له ترکمنستان هېواد سره اړيکې لري.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان‌حکومت باید له ترکمنستان سره پر پوله خپلې امنیتي پوستې زیاتې کړي، څو د وران‌کارو مخه ونیول شي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال له دوو تر درېيو امنیتي پوستې هلته شته، چې پر وینا يې د افغانستان ـ ترکمنستان پر پوله د امنیت ټينګښت له‌پاره بسنه نه‌کوي.

جهادي قوماندان او د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی وزیر وايي، چې دوی د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزارت سره هم خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او په اسنادو يې د طالبانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاتوي، چې  د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې دوی د اسنادو پر بنسټ دا ویلای شي، چې طالبان د ترکمنستان له خوا تمویليږي او وسلې ورته ویشل کيږي.

له بله لوري د ترکمنستان د کُنسلګرۍ سکرتر عبدالقادر کهن بیا د اسماعیل‌خان ادعاوې په کلکه ردوي او زیاتوي، چې دغه خبره بې بنسټه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د پارلمان د پرانست‌غونډې پرمهال په خپلو ویناو کې وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۸ تروریستي ډلې فعالیت کوي، چې له ډلې يې داعش تر ټولو خطرناکه ډله ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام