صلاح الدین رباني امریکې ته لاړ

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني امریکا ته د داعش ضد ایتلاف د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته په رسمي سفر ولاړ.

رباني امریکا ته له سفر مخکې په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د واشنګټن په غونډه کې به په هغو ترهګریزو ګواښونه خبرې وشي؛ چې افغانستان ورسره مخ دی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، دولت په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتېدو په اړه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوی قوماندان جان نیکلسون د طرحې ملاتړ کوي او د  داعش ضد ایتلاف د غړیو هېوادونو د غونډې په څنډه کې به د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو، د امنیت شورا سلاکاران او د کانګرس له یوشمېر غړیو سره هم لېده کاته وکړي.

رباني همدا ډول په روان  ۱۳۹۵ کال کې د بهرنیو چارو وزارت لاس ته راوړنو ته په اشارې وویل، په هېواد کې د ننه او بهر یې څو مهمې ناستې ترسره کړي،  چې ډېرې لاس ته راوړنې یې هم درلودې.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، په روان کال کې له اسلامې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې شوي او دغه هېوادونه اوس له ترهګری سره د مبارزی په برخه کې یوه خوله دي.

دی وايي، چې د تېر کال په پرتله د دې وزارت عواید هم ۴۵ سلنه لوړ شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، یو شمېر افغانانو ته له هېواده بهر برېښنايي پاسپورټونه ووېشل شول او په منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې دوېش چارې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام