داعشیان د جوزجان د درزاب ولسوالۍ نه په شا وتمبول شول

افغان امنیتي ځواکونو د جوزجان درزاب ولسوالي بېرته له داعشیانو ونیوله.

د جوزجان ولایت د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې داعشیان د افغان هوايي ځواکونو په مرسته د عملیاتو په ترڅ کې له درزاب ولسوالۍ نه ۴ کیلو متره په شا وتمبول شول.

د ده په خبره، په‌دې عملیاتو کې د داعشیانو د دوو مهمو سرګروپانو په ګډون ۳۰ هغه وژل شول او ۱۰ ټپیان شول.

د خاشې پر وینا، د نښتو پر مهال ۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي‌دي. د جوزجان ولایت د امنیت امر زیاته کړه، چې اوسمهال د درزاب ولسوالۍ په مغل‌القانې سیمه کې له داعشیانو سره په جګړه بوخت دي.

ده دا هم وویل، چې د تازه دمو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو اړتیا لیدل کېږي او ښايي نن ور ورسېږي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې پرون دا ولسوالي د داعشیانو له‌خوا سقوط شوې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام