د نورستان ولایت ځوانان وایي، په دې ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست یواځې په نوم فعالیت لري او د دیارلسو کلونو په تېرېدو سره هم نه دي توانېدلي، چي دلته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
نورستاني ځوانان وایي، په ادارو کې یې کارونه په ورځو ورځو له دې کبله ځنډېږي، چې د اداري کارونو لپاره له مرکزه د پوستو په واسطه معلومات ورسېږي.
د نورستان ولایت یو تن اوسېدونکی حسین جلالي چې له ټوجي انټرنېټ نه استفاده کوي وايي، په نورستان کې انټرنېټ خورا کمزوری دی. د ده په وینا، د انټرنېټ د کمزورتیا علت د ډېر استمعال دی.
فصیح الله بل نورستانی ځوان دی، دی وايي په نورستان ولایت کې مخابراتي شبکې د خبرو کولو پر سم کار نه کوي، د انټرنېټ د اسانتیاوو موضوع خو لا پر ځای پرېږده.
د نورستاني ځوانانو په باور، د دغه ولایت مرکز پارون او نورګرام ولسوالۍ په مرکز کې د افغان بېسیم او روشن شبکې انټرنیټ کار کوي، خو د دې ولایت په زیاترو سیمو کې نه دا چې انټرنیټ کار نه کوي؛ بلکې د موبایل شبکې هم په سمه توګه انتن نه ورکوي.
که څه هم کابو د افغانستان د ټولو ولایتونو مرکزونه د سلام مخابراتي شبکې په 3g انترنېټ پوښل شوي، خو نورستاني ځوانان چې اکثره یې زده کوونکي دي؛ وایي، نورستان هغه ولایت دی، چې مرکز کې یې تراوسه د سلام مخابراتي شبکه سم کار نه کوي.
دا ځوانان وايي، د معلوماتو د تر لاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ وي او داسې هم کېږي، چې د همدې کار له پاره ګاونډيو ولایتونو ته سفر کوي.
دا یواځې محصلین او نورستاني ځوانان نه دي، چې له دا ډول ستونزو سره مخ دي، بلکې ډېرې ادارې له دغه ډول ستونزو سرټکوي.
د دولتي ادارو کار کوونکي هم وایي، چې د انټر نیټ نه موجودیت یې ستونزې ډېرې کړي دي.
دوی وایي، چی اوس په ټولو ولایتونو کې د لوړ کیفیت لرونکي انټرنیټ څخه ګټه اخیستل کيږي. دوی لا هم خپل مکتوبونه د پوست خانې له لارې ترلاسه کوي.
د نورستان ولایت دولتي مامورین هم له انټرنېټي اسانتیاوو سر ټکوي، دوی وايي، له نورستان ولایت سره د مور او میرې چلند کېږي.
محمود خان د نورګرام ولسوالۍ د مسلکي لېسې مدیر وايي، د معینیت نه رالېږل شوی مکتوب تر دوی په درېیو میاشتو کې ورسېږي، خو که انټرنېټي اسانتیاوې موجودې وې؛ نو دغه کار په یوه دقیقه کې کېدلو.
د محمود خان په خبره، دوی په نورستان کې د انټرنېټي اسانتیاوو د نه شتوالي له امله، لغمان او ننګرهار ته راځي.
دوی وایي، د نورستان مرکز پارون، واما، نورګرام او دوب ولسوالیو له مرکزونو پرته نورې ټولې سیمې د مخابراتو هغه لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري او په ډېرو سیمو کې خو تر اوسه لا خلک د مخابراتو له نوم سره هم اشنایي نه لري.
دوی د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي ګرم بولي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ونه شو کولی، چې نورستانیانو ته لومړنۍ مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.
خو اخوا بیا د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي دا خبره نه مني، چی ګوندې دو دې هیڅ نه دي کړي.
د نورستان ولایت د مخابراتو رييس محمد جان نورستاني سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، که څه هم په نورستان کې د لوړ کیفیت انټرنېټي اسانتیاو په رامنځ ته کولو لا هم نه دي بریالي شوي، خو د مخابراتو په برخه کې پراخې لاس ته راوړنې لري.
نورستاني وویل، د سلام په مخابراتي شبکه کې یو څه ستونزې شته، چې مرکز ته یې خبر ورکړی، خو پاتې نورې خصوصي شبکې، چې دلته افغان بیسیم، روشن او په نورګرام ولسوالۍ کې اتصالات هم پوره کار کوي؛ کومه ستونزه نه لري.
نورستاني وویل، د۳gانټرنېټ لپاره يې وزارت ته په کراتو پشنهادونه کړي او په دې وروستیو کې وزارت منلې ده، چې په روان کال کې به د نورستان مرکز هم د لوړ کیفیت لرونکي انټرنېټي خدمتونو برخمن شي.
نوموړي وویل، په نورستان کې د نوري فایبر شبکي سروې شوې او یواځې اوس یې عملي ګام ته په تمه دي.
که څه هم د وزیرانو د کاري پلانونو وړاندې کولو په لړ کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان په وړاندې کولو کې ویلي وو، چې د نوري فایبر د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو، د وزارت د ظرفیتونو د لوړولو، د الکترونیکي حکومتوالۍ د ستراتیژۍ د بشپړېدو، یو شمير پوهنتونونو او ښونځیو ته د نوري فایبر او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو، د خصوصي سکټور د هڅونې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتونونو د جوړولو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو په برخو کې د لومړیو سلو ورځو کاري پلانونه دي.
خو نورستان کې لا هم خلک د مخابراتو له اسانتیاو برخمن نه دي او د معلوماتي ټکنالوژۍ خبره خو لا هم پرځاي پاتي ده.
دا چې نورستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، روان کال کې به نورستان ته هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ډېرې اسانتیاوې برابرې شي؛ وکتل شې چې په دې چارې بریالي کېدلی شې او کنه؟





