د بغلان اوسېدونکي: د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښمن یو

د بغلان ولایت ځينې مدني فعالان، د ولايتي شورا غړي او ديني عالمانو، چې د ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي دي د پلخمري په ښار کې سره د اعتراض په ډول را ټول شوي و.

دوی ویل، چې د افغان ځواکونو او د دولت مخالفو ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله په دغو سيمو کې ملکي وګړو ته زیان رسيږي.

دغه اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، که چېرې د طالب وسله والو او یا هم افغان امنيتي ځواکونو له خوا ملکي خلکو ته زیان ورسیږي، نو دوی به په لویو مدني لاريونونو لاس پورې کړي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې يو تن عبدالقدوس تره خېل وايي، چې د بغلان د ډنډغوري له هوکړه لیک لاسليکېدو وروسته په دغه ولایت کې جنګونو زور اخیستی او دغه جګړه د سيمې له خلکو قرباني اخلي.

" موږ له تاسو په ډېره عاجزانه او محترمانه ډول غوښتنه کوو، چې د خدای په خاطر تېرو خبرو پسې مه ګرځئ؛ راځئ! په یوه غږ او قوت ناره وکړو، چې نور جنګ نه غواړو".

د راپورونو پر بنسټ په دې وروستيو کې د ناامنيو له امله يوازې په بغلان ولایت کې په زرګونه کورونه کډه کولو ته اړ شوي دي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې دوه تنه محمد جبار انصاري او مولوي محمد حسن وايي، چې سيمه ییز چارواکي د بې ځايه شویو او قربانیانو کورنۍ ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

محمد جبار وايي: " جيټ الوتکې بمبار کوي، هلیکوپټر په دهشکې ولي، د خلکو چيغې اسمان ته پورته شوې، خو زموږ آه ! څوک نه اوري "

شاوخوا یو میاشت کيږي، چې په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې د خورشيد ۲۰ په نوم چاڼيز عمليات پېل شوي، چې د مدني فعالانو او ځينو اوسېدونکو په وينا په دغو عملياتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د سيمې د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه په دغو جګړو کې ۱۵۰ ملکي وګړي وژل شوي، شاوخوا ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي، ۳۵ جوماتونه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام