
څو شېبې وړاندې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې موټربم چاودنه شوې.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين پېښه تاييدوي او وايي، چاودنه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوې چې لسګونو ښاریانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې ګڼهګوڼه وي او په وینا یې، لشکر طيبې او حقاني شبکې دغه چاودنه د دشت برچي او ننګرهار بريدونو د لړۍ په دوام کړې ده.
نوموړی وايي، تر اوسه د چاودنې د مرګوبلې په اړه معلومات نه لري، خو وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړي.
خو د ۲۰۳ تندر قولاردو وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر سهار اته بجې له چاودېدونکو ډک موټر د ملي پوځ تاسیساتو ته نږدې چاودلی دی.
د دغې قولاردو د رسنیو برخې مسوول ایملخان مومند وايي، په یاده پېښه کې ۵ ملکیان وژل شوي او د ۱۴ ملکیانو په ګډون ۱۹ کسان ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې د دوی پر وړاندې د افغان حکومت د عملیاتو د پیل په غبرګون کې کړی دی.





