طالبانو د بندیانو په لېږدوونکي کاروان برید کړی

د بغلان ولایت امنیه قوماندان پاسوال نور حبیب ګلبهاري وايي، چې وسله والو طالبانو نن (شنبه) په شمالي سالنګ کې د بندیانو په لېږدوونکي کاروان برید کړی.

ګلبهاري سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، په دې برید کې یوه زندانۍ مېرمن او درې پولیس وژل شوي او د پولیسو درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان وايي، که څه هم د دې لارې د امنیت خوندیتوب په موخه یې څو امنیتي پوستې جوړې کړي، خو طالبان له غرونو او شنو سیمو په ګټې اخیستو کله نا کله د شمال بغلان په لویه لار غلچکي  بریدونه کوي.

قوماندان وايي، زیاتره وخت وسله وال طالبان د رومبک غره له څوکې انداخت کوي او د امنیتي ځواکونو له مقامت سره سم تېښته کوي.

په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو وویل، چې امنیتي چارواکي د لویې لارې د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلياو اوسمهال طالبان د هېواد په شمالي او شمال ختیځو  لویو لارو کې حضور لري.

عطاش وايي، وسله وال طالبان په پیازقول، سیا چوب او سنګ سرا خ  کې فعالت کوي او هر ځل یې د بغلان او شمال لویه لار په ساعتونو ساعتونو تړلي وي.

تردې وړاندی هم طالبانو د شمالي سالنګ په سیمه کې د امنیتې ځواکونو په کاروانونو بریدونه  کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام