
له پاکستانه ازاد خبریال سلام وطندار ته راپور ورکوي، چې د تورخم دروازې هاغاړې پاکستاني ملېشې شېبه په شېبه په لوډسپیکرونو کې ملکي خلکو ته خبرداری ورکوي، چې له خپلو کورونو دې بېرون نه وځي.
ازاد خبریال رزاق برق د راپور له مخې هلته د پاکستاني ملېشو له خوا بېړنی حالت اعلان شوی او تورخم ته نږدې ډاکټرانو ته هم ویل شوي، چې ټول باید په روغتونونو کې حاضر اوسيږي.
رزاق برق زیاتوي، چې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د بېګانۍ نښتې له امله د شمشاد دره سوځېدلې او پاکستاني چارواکي یوازې په پادشاه مېنه کې د ۹ تنو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د راپور له مخې اوسمهال په تورخم کې جګړه درېدلې او په دروازه کې ویزه لرونکي او پرته له ویزې څوک نه پرېښودل کيږي.
راپورونه زیاتوي، چې دواړه لوري په سپکو او درنو وسلو سمبال شوي او د بیا جګړې احتمال شته.
له بل لوري د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې اوسمهال په تورخم کې جګړه پای ته رسېدلې او د افغان ځواکونو څخه یو تن وژل شوی او ۶ نور ټپيان.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې افغان حکومت د جګړې غوښتونکی نه دی، خو له وطنه دفاع پر هر افغان فرض دی.
له بل لوري د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته به د دواړو هېوادونو پر اړيکې ناوړه اغیز وکړي.
همدارنګه په ننګرهار ولایت کې زموږ خبریال امید دیدار بیا د افغان ځواکونو په هکله تازه جزیاتو په هکله وايي، چې دغه جګړه تېر ماښام (جون۱۲مه) ۹ بجې پیل شوې او تر نن سهار (جون ۱۳مه) څلور بجو یې دوام کړی دی.

په دغه ۷ ساعته جګړه کې دواړو خواوتو ته زیانونه اوښتي دي.
د راپور له مخې هلته په تورخم کې پاکستانیو ځواکونو غوښتل، چې د تورخم دروازې د پخواني زنځیر پر ځای اوسپنیزه دروازه جوړه کړي، خو افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه نیولې او په ترڅ کې جګړه پیل شوې.
افغان ځواکونه وايي، چې لومړی ډز له پاکستان غاړې شوي.
که څه هم هلته اوس جګړه ارامه ده، خو دواړه لوري لا هم یو بل ته ګوته پر ماشه دي او هره شېبه د بیا ځلي نښتې احتمال شته .
ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال ایوب حسین خیل، چې د جګړې قومانده ورسره وه خبریالانو ته وویل، چې پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ له سهار راهیسې خپل ټانکونه لوړو څوکو ته د جګړې له پاره خېژولي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې پاکستاني ملېشو غوښتل د تورخم په صفري نقطه کې یو باب دروازه جوړه کړي او دا د سرحدي او نړېوالو اصولو سره په تضاد کې دی.
د هغه پر خبره دوی غوښتل، چې د ټانکونو او نورو قواوو پر ځای پرځای کولو سره په زوره دغه دروازه جوړه کړي.

د حسین خیل پر خبره، سرتیرو یې په قوي مورال د پاکستانیو ځواکونو د هرې مرمۍ ځواب ورکړی او هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د ډیورنډ پر فرضي کرښې دې پاکستاني تاسیسات جوړ شي.
هغه هم وايي، چې دغه جګړه کې یو پوله ساتی سرتیری وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه دي.
حسین خیل زیاتوي، چې پاکستان غاړې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو تر اوسه د هغوی د تلفاتو کره شمېره نه ده معلومه .
بل پلو تورخم ته ډلې، ډلې ځوانان هم ورغلي او هلته د افغان پوله ساتو ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستان پر خلاف جنګ کول غواړي.
د کونړ څخه یو تن ورغلي عام وګړی سلام وطندار ته وايي، چې دوی چمتو دي، څو د افغان ځواکونو سره یوځای له خپلې خاورې دفاع وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په تورخم کې د تاسیساتو جوړولو پر سر جګړه کيږي، چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم پوله ساتو ځواکونو هلته پاکستانیو ځواکونو یوې پوستې ته د پله جوړولو مخه نیولې وه .
د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه هم پاکستانیو ځواکونو هغه هېواد ته د تلونکو هغو افغان مسافرو پرمخ دروازه تړلې وه، چې پر پاسپورت یې پاکستانۍ ویزه نه وي لګېدلې.





