داعش په ننګرهار کې ۵ یرغمل ازاد کړي، خو پر ځای يې ۲۰ مرکچیان نیولي

 

یوې باوري سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، چې داعش وسله‌والې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې ۲۰ هغه مرکچیان نیولي، چې دوی د ۵ برمته شویو د خلاصون په موخه جرګې ته ورغلي و.

داعش ډلې دغه پنځه کسان شاوخوا درې میاشتې وړاندې  د یادې ولسوالۍ له بر پچیره یرغمل کړي وو.

ځايي خلک هم وايي، داعش ډلې د پنځو کسانو خوشې کولو په بدل کې شل هغه کسان برمته کړي، چې د بندیانو د خلاصون له پاره په جرګه ورغلي وو.

نږدې درې میاشتې وړاندې داعشیانو د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ له بر پچیر سیمې ۶۵ ولسي وګړي یرغمل کړي وو، چې له هغې ډلې ۵ کسان دوه ورځې وړاندې راخوشې شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، داعشیانو دغه کسان ځکه خوشې کړي، چې روغتیايي حالت یې ښه نه و او یو یې له خلاصون وروسته مړ شوی دی.

ځایي خلک وايي، حکومت له داعش ډلې د دوی بندیانو په خوشې کولو کې پاتې راغلی، نو ځکه اړ دي، چې د جرګو، مرکو لار خپله کړي.  

بل‌خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، یاد کسان له  قید او شرط پرته خوشې شوي دي.

"په دې تړاو حکومت کومه تبادله او بل کوم حرکت نه‌دی کړی، خو دوی ازاد شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي."

ولسي وګړي وايي، له دې وروسته د داعش ډلې پر یوه خبره هم باور نه‌شي کولای او شونې ده، چې له ۶۵ نیولو شویو کسانو ډېر یې وژلي هم وي.

د ویلو ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د هسکې مېنې  مشر "ملا صیب" په نوم له مدرسې داعشیانو ۱۲ دیني عالمان تښتولي، چې لا یې هم څرګ نه دی لګیدلی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام