وروسته له هغه چې د تېرې ورځې لاریون د پولیسو او خلکو ترمنځ په اخو ډب واوښتلو، د دې تاوتریخوالي په پایله کې ۶ تنه لاریون کوونکي ووژل شول، ۱۰ تنه ټپيان شول او دغه راز ځینې پولیس هم ژوبل شول؛ چې سخت غبرګون یې راپورته کړ.
د بښنې نړیوال سازمان یو اعلامیه خپره کړې او په لاریونوالو یې د ګولیو ویشتلو د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې په لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو ډزې کول د هېڅ ډول توجیې وړ نه دي.
په دې اعلامیې کې راغلي دي: " په داسې حال کې چې د لاریونوالو له خوا پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونو په اړه ریپوټونه ورکړل شوي" خو د امنیتي ځواکونو مرګونی او کلک غبرګون د توجیي وړ نه دی."
ملګرو ملتونو هم د لاریونوالو په وړاندې د پولیسو د غبرګون په اړه نیوکه کړې ده.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي، "په کابل د چهارشنبې ورځې په برید کې د خپلو خپلوانو له لاسه ورکولو په اړه د معترضینو غصه د پوهېدو وړ ده؛ خو نور تاوتریخوالی به هېڅ ستونزه حل نه کړي."
دغه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې لاریون د هر افغان حق دی او امنیتي ځواکونه باید د لاریونوالو امنیت خوندي کړي.
دغه راز د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د تېرې ورځې په لاریون د ګولیو ویشتلو او د څوو تنو معترضینو د وژل کېدو په اړه نیوکه کړې ده.
دغه کمېسیون وايي، په لاریون ډزې کوونکي باید وپېژندل شي او محکمې ته دې معرفي شي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د یو ترهګریز برید په ترڅ کې ۸۰ تنه ولسي خلک ووژل شول او له ۴۶۰ تنو ډېر ټپيان شول.
له دې پېښې وروسته خلک د کابل سړکونو ته راووتل او لاریون یې وکړ.
لاریونوالو د زنبق په څلورلاره کې د پولیسو خبرداري ته پام ونه کړه، چې په پایله کې لاریون په تاوتریخوالي واوښتلو او لاریونوالو په پولیسو کاڼي او پولیسو په لاریونوالو ګولۍ وویشتلې.





