ولسي جرګه: که د یو قوم ځنځيري وژنې پای و نه مومي ناوړه پایلې به ولري

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د یو توکم کسانو ځنځيري وژنې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، چې دا پلانونه د هېواد د دوښمنانو له خوا طرحه کيږي.

د یادې جرګې ځينو غړو په نننۍ عمومي غونډه کې د بغلان د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو پرکارکونکو برید، چې ۱۳ کسان په‌کې ووژل شول خطرناک وباله او له حکومته یې د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د جرګې غړی محمدعارف رحماني وویل، له یوه کال راهیسې د ده پر وینا، د سیاسي قتلونو سریال دوام لري  په زابل، غور، بلخ کابل او وروستۍ د بغلان  د تاله‌وبرفک پېښه کې، چې په‌دې ټولو کې یواځې هزاره توکمه وژل شوي دي.

رحماني وویل، دا ډول پېښې د یو شمیر هیوادونو له‌خوا په دې موخه ترسره کیږي، چې په افغانستان کې نژادي او مذهبي تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي او ملي يووالی له‌منځه یوسي.

نوموړي وویل، که دا پېښې دوام پیدا کړي، نو طبعیي ده، چې ملي یووالي ته زیان رسیږي، نو ځکه باید ملي شورا او حکومت په دې برخه کې لاس په‌کار شي او د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې بل غړي صالح محمد صالح هم  په یو قوم  پورې د اړوندو کسانو د ځنځېري وژنو په اړه اندېښنه وښوده او په دولت یې غږ وکړ، چې د دا ډول  ناوړه پېښو او دسیسو مخه دې ډب کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، د ملي شورا غړیو او علماو شورا تل د دا ډول پېښو پر وړاندې غبرګون ښودلی، خو حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی.

هغه خبرداری ورکړ، چې د دا شان پېښو دوام ناوړه پایلی لرلای شي.

ابراهیمي وویل، چې د دې موضوع د څیړلو په موخه یاید یو ګډ کمېسیون وټاکل شي.

په همدې حال کې د اجرایه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د تاله‌وبرفک د ډبرو سکرو د کان د کارکوونکو وژنه د داعش ډلې کار دی او طالبانو دا عمل غندلی دی.

له بل لوري بلخ ولایت کې هم ځينو اوسیدونکو د یو لاریون په ترڅ کې په بغلان ولایت کې ډبرو سکرو د کان ۱۳ کار کوونکو وژل په کلکو ټکو وغندل.

په دغه لاریون کې، چې مدني فعالانو، بشري حقونو مدافعان، دیني عالمان او نور عام وګړي ګډون کړی و له دولته يې وغوښتل، چې د دوی د وژنې د لامل په اړه دې جدي څېړنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام