د طالبانو د ګواښونو له امله په غزني کې د ښوونځیو تړل کېدل

وسله والو طالبانو د خبرداري له امله د غزني په مرکز کې تېره ورځ د (جون په ۶مه) یو شمېر ښوونځي و تړل شول.

د غزني ولایت د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ د (جون په ۶ مه) یو کس چې ځان یې د طالبانو استازی ګاڼه، د غزني ولایت د ښوونځیو مدیرانو ته یې د ټیلفوني پر کرښه امر وکړ، چې ښوونځي وتړي.

دغه کس د ښوونځیو امرینو ته ویلي دي، چې د غزني ولایت د نوغي کلي د اوسېدونکو د وژنې له امله ۳ ورځې سراسري ماتم اعلان شوی دی او هرو مرو دې ټول ښوونځي و تړل شي.

د غزني ولایت د نجونو د نواباد ښوونځي سرښوونکې حسینه غلامي سلام وطندار ته وویل، چې د طالبانو له خوا یې خبرداری ترلاسه کړی دی او دغه چاره یې د پوهنې له ولایتي مسولینونو سره هم شریکه کړې ده.

غلامي وایي، چې دغه خبرداري زده کوونکي او ښوونکي وېرولي دي او ښايي، چې په راتلونکو ورځو کې به ښوونځي و تړل شي.

دغه مېرمن زیاتوي، د دې وېره هم شته، چې وسله وال طالبان په ښوونځیو برید وکړي.

د غزني ولایت د پوهنې رییس محمد عابد عابد سلام وطندار ته وویل، چې له یو ناڅرګند ادرس نه د ښوونځیو امرینو ته ویل شوي دي، چې د ۲ ورځو لپاره دې ښوونځي وتړل شي.

د عابد په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره یې د سیمې له قومي مخورو سره خبرې کړي دي او له دې لارې هڅه کوي، چې د پوهنې درسي بهیر ټکني نه شي.

د پوهنې رییس وايي، چې تېره ورځ د مغلان ښوونځی تړل شوی دی او تېر ماسپښین د یو ساعت لپاره د جهان ملکه ښوونځي هم تړل شوی و.

د زده کوونکو یو شمېر کورنۍ وايي، چې تېره ورځ یو شمېر ښوونځي تړل شوي وو او ځېنې نور یې هم د تړلو په درشل کې دي.

تر دې مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام