نیوزویک: خوست کې یو امریکایی تښتول شوی

ځینو امریکایي رسنیو د افغانستان په سوېل‌ختیځ زون خوست ولایت کې د یوه امریکایي د تښتول کېدو خبر خپور کړی دی.

نیوزویک مجله لیکي چې د ۵۷ کلن مارک فریریچس په نوم د امریکا حکومت یو ټېکه‌دار د تېرې جمعې په ورځ په خوست کې د وسله‌والو طالبانو د حقاني شبکې له لوري تښتول شوی دی.

ځینو امریکایي چارواکیو د نوم نه ښودلو په شرط یادې مجلې ته د دغه امریکایي ټېکه‌دار د یرغمل کېدو خبره کړې ده.

یادو چارواکیو دې مجلې ته ویلي چې هغه له ۲۰۱۲ کال راهیسې افغانستان ته تل سفر کاوه.

د راپورونو له مخې، نوموړي په تېرو ۱۰ کلونو کې له عراقه نیولې تر سوډان پورې د جګړو په سیمو کې د ملکي چارو د انجینر په توګه کار کاوه.

ومو غوښتل په دې اړه په خوست کې له دولتي یا نظامي چارواکیو هم معلومات واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه کس د تښتولو مسوولیت نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام