د زابل ولایتي شورا یو غړی وایي، چې د زابل په ولایت کې ۳۰ تنه تښتول شوي مسافر به د ولایتي شورا او قومي مخورو په منځګړ توب ژر خلاص شي.
اسدالله کاکړ چې په ولایتي شورا کې د زابل ولایت دخلکو استازي دی سلام وطندار سره یې په خبروکې وویل، هغه کسان چې مسافر یې تښتولي دي د طالبانو وړه ډله ده، چې د ملاهمت تر مشرۍ لاندې کار کوي.
کاکړ زیاتوي، چې دا مهال تښتول شوي کسان د ز ابل ولایت د ارغنداب په سیمه کې وسله والو سره برمته دي.
نوموړی وایي، چې د طالبانو ځايي قوماندان ملاعبدالله کاکړ په تښتونه کې لاس نه لري او دي په خپله د تښتول شویو کسانو د خلاصون په لټه کې دی.
کاکړ هم دا راز وویلې، چې طالبانو هم په دې کار مخالفت ښودلی او د ملاهمت د پیداکولو په لټه کې دي تر څو دیاد کار پوښتنه ترې وکړي.
سرچينه زیاتوي، چې د ۳۰ مسافرو دتښتونې علت د غزني امنیتي چارواکو له خوا دملا همت موټر نیول دي او ملا همت دا کار دغچ اخیستنې له پاره کړی دی.
د کابل کندهار پر غزیدلې لویه لار کې د کب میاشتي په ۴ مه نېټه یوې وسلوالې ډلې د مسافر وړونکو دوه لوی بس موټرونه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې ودرول او له درول شویو بسونو څخه یې ۳۰ کسه هزاره مسافر ښکته او له ځانه سره یوړل.
د دې ولایت ځايي چارواکو اوعیني شاهدانو په وینا دغو وسله والو، تور لباسونه په تن و او له پښتو، فارسي پرته يې په بله کومه ژبه خبرې کولې، چې دوي پرې نه پوهېدل.
د شاه جوی ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ایوبي د سه شنبې په ورځ د کب په ۵ مه سلام وطندار ته وویل دا کار د طالبانو نه دی " ښایې چې دا کار د، داعش وي ".
د کورینو چارو وزارت چارواکو د کب په ۶ مه وویل چې امنیتي ځواکونو " د تښتول شویو کسانو د ساتلو سیمه تر پوښښ لاندې لاندې نیولې" ولې تر اوسه پورې دا اطلاعات " محرم" دي اوس نه شي کولای چې د دې کسانو د ځای په اړه څه ووایي.
د مدني فعلانو غبر ګون
په ورته وخت کې په لس ګونو تنو مدني فعالانو د پنجشنبې( سهار د کب ۷مه) په یوه راټولېدنه کې اعتراض وکړاو د مسافرو د خلاصون غوښتنه یې کوله.
اعتراض کونکي د کابل په دهمزنګ سیمه کې را ټول شوی و او له دولته یې غوښتنه کوله، چې په هېواد کې د بڼسټ پالنې او برمته نیونې مخه ونیسي.
دوی شعارونه ورکول چې دولت باید د ښاریانو د ژوند په وړاندې ځواب ووايی.
دمدني ټولنې فعال یاسین صمیم وویل، چې حکومت دخلکو د ژوند په ساتنه کې باید دریغ ونه کړي
منیره یوسف زاده بله هغه مدني فعاله وه، چې له دولته یې د ښاريانو د ژوند ساتنې او د تبعیض دمخنيوي غوښتنه کوله.
له بله پلوه د هلمند ولایت مدني فعلانو د یوې اعلامي په خپرولو سره تښتونکي غندلي او له حکومته یې غوښتي چې برمته شوي وګړي د وسله والو له منګولو خلاص کړي.
د هلمند د مدني ټولنې رییس سرادار محمد همدرد، زیاته کړه تښتول شوي کاریګر او له ایران څخه را ستانه شوي و.
دکابل دغه اعتراض کوونکي نه یواځې دا چې د تښتول شویو د ژر راخلاصیدنې غوښتنه کوله، بلکې له دولت یې وغوښتل چې د دې عاملان ژر تر ژره وپېژني او سزا ورکړي.
د اغتراض کوونکو په پرېکړه لیک کې راغلي و، چې افغان حکومت تر اوسه پورې له دوست او دوښمن ځانګړی تعریف نه لري او دوی له حکومته غواړي، چې د افغانستا د خلکو دښمنان دې "سیاسي مخالفین" نه بولي.
یادو اعتراض کوونکو خبر داری ورکړ چې که تښتول شوي را خوشې نه شي دوی به خپلو اغتراضونو ته دوام ورکړي.





