طالبانو په بګرام هوايي ډګر توغندیز برید کړی

 

پروان کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو نن سهار د بګرام پر هوايي ډګر راکیټي بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي، طالبانو د پروان مرکز «هوفیانودښته» کې د حاجي قدوس په کلي کې له یوه سراچه ډوله موټر نه د بګرام هوایي ډګر پر لوري د BM۱ توغندي توغولي دي.

دوه توغندي د بګرام هوايي ډګر کې دننه لګېدلي او یو توغندی د هوايي ډګر څنګ ته د «جان قدم» کلي په یو کور لګېدلی دی.

سرچینه زیاتوي، هغه موټر چې توغندي ترې ویشتل شوي، اور یې اخیستی او امنیتي ځواکونو هغه سیمه اوس محاصره کړې، چې له هوايي ډګر څخه د باندې یو توغندی پرې لګېدلی و.

پر بګرام هوايي ډګر د دغو توغندیو لګېدو جزییات نه دي شریک شوي.

د بګرام هوايي ډګر داسې مهال د طالب وسله‌والو توغندیز بریدونو لاندې راځي، چې تېر ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې، د دغې ډلې سل زندانیان خوشې شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام