«د ازبیکستان اسلامي تحریک» په جوزجان کې ځانمرګي روزي

طاهر یولداش

د جوزجان ولایت د درزاب ځای‌ناستي ولسوال باز محمد داور سلام وطندار ته وویل، چې «د ازبیکستان  اسلامي تحریک» مشر ملک ‌طاهراوف او د ازبیکستان اسلامي حرکت غړی جمعه اکه اوس په‌دې ولسوالۍ کې ماشومانو ته د ځانمرګيو بریدونو روزنه ورکوي.

د ده په خبره، د طاهر یولداش زوی د دې ډلې مشر ښوونکی او روزونکی دی، چې په‌دې ولایت کې کوچنیو ماشومانو نه د ځانمرګیو بریدګرو په توګه کار اخلي.

د درزاب ځای‌ناستی ولسوال زیاتوي، چې اوسمهال داعش ډلې په «سر درې» او «مغل القاني» سیمو کې د ازبیکستان اسلامي تحریک ډلې ته د فعالیت زمینه برابره کړې، چې د ماشومانو په روزنې سره ځانمرګې بریدونه وکړي.

شاوخوا ۸ میاشتې مخکې هم یوې امنیتي سرچینې شرط سلام وطندار ته ویلي وو، چې د ازبیکستان اسلامي تحریک پخواني رهبر طاهر یولداش زوی د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ ته د داعشي وسله‌والو منظمولو له‌پاره راغلی دی.

د درزاب ولسوالۍ ځای‌ناستي امنیه قوماندان عبدالله نوري هم مني، چې د طاهر یولداش زوی او پاکستانیان یوځای په‌دې سیمه کې ماشومانو ته د ځانمرګیو بریدونو روزنه ورکوي. 

د ده پر وینا دوی ۱۲ یا ۱۳ کلن هلکان د پيسو په مقابل کې ترهګریز فعالیتونه راضي کوي، که راضي شي؛ ښه ګنې په زوره یې له ځانه سره وړي په پټو ځایونو کې روزنه ورکوي.

د جوزجان  قوشتپې ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي هم په‌دې سیمو کې د طاهر یولداش زوی او ماشومانو ته د ځانمرګیو بریدونو د روزنې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، که حکومت په‌دې ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل نه‌کړي؛ د ازبیکستان اسلامي تحریک فعالیتونه به نور هم پراخه شي.
 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام