د ملګرو ملتونو د سازمان د ۷۰مې کلیزې عمومې ناستې په لړ کې پاکستان له افغان حکومت غوښتنه کړې وه، چې په دوه اړخیزو اړیکو د خبرو له پاره سره وګوري.
خو دافغان حکومت د اجرايوي رييس له دفتره سلام وطندار ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې کابل د اسلام اباد دا غوښتنه رد کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي ۷۰ کلیزه کې د افغانستان استازوي اجرايوي ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله کوي. د پاکستان لومړي وزیر له اجرايوي ریيس غوښتي و چې د عمومي غونډې په حاشیه کې غواړي د دواړو هیوادونو په ورستيو اړیکو او وضعیت سره خبرې اترې وکړي؛ خو اجرايوي رییس د پاکستان د لومړي وزیر دا غوښتنه رد کړې ده.
حکومت ته ځېنو نږدې سرچينو سلام وطندار ته وویل، چې افغان حکومت ته په رسمي ډول وړاندیز کړی، چې یا دې ورسره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ريښتيني ملګرتیا وکړي او یا به پاکستان په انزوا کې پاتې وي.
په کابل کې د شاشهید له پېښې وروسته افغان حکومت په رسمي ډول د پېښې مسولیت پر هغه وسله والو واچوه، چې ددوی په وینا د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا یې مرسته کيږي.
همدا ډول د پېښور د بډه بېرې د تېرې اونۍ برید پاکستاني چارواکو په افغانستان کې پلان شوی بللی و، چې افغان حکومت یې دا تورونه په کلکه رد کړي وو
سرچينې وايي، د همدې وضعیت د عادي کولو او دملګرو ملتونو په غونډه کې له ځانه د ملا متیا لرې کولو له پاره پاکستانی حکومت هڅه کوي، چې دخلکو پام له ځانه واړوي او په همدې دلیل اجرايوي ریيس دا غوښتنه رد کړې او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره یې له کتنې انکار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په څنډه کې به افغان اجرايوي رييس د امریکا، المان، برتانیا، کوېټ، تاجکستان، ایران، هند، چین، روسیې او د ځېنو نورو هېوادونو له استازو سره په جلا، جلا ناستو کې وګوري.
له اجرايه ریاست څخه څپره شوې خبرپاڼه ليکي، چې ډاکتر عبدالله به د حکومتونو د مشرانو په هغې ناستو کې هم ګډون وکړي، چې د افغانستان د سولې، د نشی توکو سره دمبارې، د داعش او د نورو افراطي ډلو په اړه به په کې سلا مشورې او پرېکړې کيږي.
همدا ډول ډاکټر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو عمومې ناسته کې د افغان حکومت رسمي دريځ د ورستيو بدلونونو او تحولاتو په اړه وړاندې کړي
له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنيو چارو او امنیت سلاکار سرتاج عزیز کابل ته راځي، خو افغان حکومت کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ خبر رد کړی و





