
له بغلان ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري له لاسه تللو سیمو بیرته نیولو له پاره پوځي عملیاتو کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.
د بغلان امنیي چارواکي وايي، چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه وتوانیدل څو پوستې او د سرخ کوتل او چشمه شیر سیمې چې څو ورځې مخکې طالبانو نیولې وې بیرته ونیسي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عوض نذیري خبري غونډې ته وویل، چې نن سهار یک شنبه (می ۱۴مه) يي د پلخمري ښار په سرخ کوتل او چشمه ی شیر سیمو کې پرهغو دوو پوستو برید وکړ، چې دوه ورځې مخکې طالبانو نیولې وې.
ده زیاته کړه، چې په عملیاتو کې تراوسه ۱۲ وسله وال طالب وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د نذیري پر وینا امنیتي ځواکونو اوس دا سیمې بیرته نیولي او د مزار ـ بغلان لاره د مسافرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د بغلان امنیه قوماندان پر یو شمیر رسنیو تور ولګاوه، چې د طالبانو په ګټه تبلیغ کوي، خو ده د کومې رسنۍ نوم یاد نه کړ.
په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا غړي حکومت په بې پروايي تورنوي او وايي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ او پلخمري ښار یو شمیر سیمو کې په دوه ورځو کې له ۱۰ زیاتې پوستې طالبانو نیولي دي.

د بغلان ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش وويل، چې د بغلان امنیتي مسوولین هغو پوستو ته چې د طالبانو ترګواښ لاندې دي رسیدنه او پام نه کوي، نو ځکه خو دده پر وینا امنیتي پوستې سقوط کوي.
دغه راز، د بغلان یو شمیر اوسیدونکو په دغه ولایت کې د نا امنیو زیاتوالي په اړه د اندیښنې په ښودلو سره وایي، چې د وسله والو مخالفینو لاسونو ته د زیات شمیر سیمو بیا لویدو لامل د ولایت چارواکو کمزورتیا ګڼي او له حکومته غواړي، چې د وسله والو مخالفینو ځپلو په موخه دې تازه ځواک دغه ولایت ته واستوي.
عزیزالله د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی وايي، چې دولت د زیاتو مصرفونو وروسته د بغلان ځينې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاک کړ او باید د ساتلو له پاره يې پوره پام وکړي.
همدارنګه جمال ناصر په نوم بل اوسېدونکی وايي، چې د بغلان چارواکي باید له حکومته د ژر تر ژره مرستو غوښتنه وکړي.
یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو درې ورځې مخکې پر مرکزي بغلان ولسوالۍ او پلخمري ښار اړوند سرخ کوتل او چشمه شیر ډله ييز بریدونه پیل کړي، چې په چشمه شیر سیمه کې د څو پوستو په نیولو سره يي د بغلان- مزار لویه لار هم ۴۸ ساعته تر ولکې لاندې درلوده او د حکومتي کارکوونکو له پاره يې د مسافرو موټر هم تلاشي کول.





