
پوهنې وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې په فراه ولایت کې د سختو امنیتي اندېښنو او د زدهکوونکیو، ښوونکیو او د پوهنې د کارکوونکیو د خوندیتوب په پار د دې ولایت ښوونځي او ښوونیز مرکزو د شرایطو تر ښه کېدو پورې رخصت دي.
پوهنې وزارت په خبرپاڼې کې د فراه ولایت پوهنې ریاست ته هدایت ورکړی چې د امنیتي ستونزو تر پای ته رسېدو او له مرکزه تر بل هدايت پورې «د روژې تر پايه» درسونه او ازموینې وځنډوي او د شرایطو له مساعدېدلو سره به بېرته د ښوونیزو مرکزوو دروازې پرانیزي.
د همدې اوونۍ د سهشنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو د فراه ښار په بېلابېلو امنیتي ارګانونو بریدونه وکړل چې پرون ناوخته مهال د امنیتي ځواکونو په پراخو عملیاتو سره بېرته په شا وتمبول شول او بېګا یې یوځل بیا پهدې ښار برید کړی و؛ خو ځايي چارواکيو دا بریدونه چریکي هغه بللي دي.





