ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون له غړیو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د دغه کمېسیون کار به دوام کوي او ولسمشرۍ ماڼۍ په ټاکنیز نظام کې د سمون د راوستلو ملاتړ کوي.
دغه لیدنه نن د (سپټمبر په ۳مه) د پنجشنبې په ورځ د اجرايه رییس، د ولسمشر د دویم مرستیا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حضور کې شوې ده.
په دې لیدنه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون غړو خپل نظرونه او ګزارشونه واورول.
د دغه کمېسیون غړي وايي، چې د افغانستان ۸ ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي او د خلکو سره یې د لیدلو پر مهال یې د هغوی نظرونه په یو ۲۰۰ مخیز سند کې راټول کړي دي.
د رایې ورکوونکیو منظم فهرست، د رایو ورکوونکیو او رایو اخیستونکیو ترمنځ د اړیکو نېږدېوالی، د رایو د استعمال د ځایونو ډېروالی، د ولسي جرګې د نوماندانو له پاره د لوړو زده کړو د اندازې ټاکل، ښځو ته زیاتې چوکۍ ورکول، د نویو ټاکنیزو کمېسیونو انتخاب او جوړول، د کمېسیونونو د کاري مودې معلومول او ورته نورې غوښتنې او وړانديزونه د دغه کمېسیون د غړو اولیتونه وو.
له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني د دغه کمېسیون د کارونو ستاینه کړې ده او ویلي یې دي، چې دوی په ډېر کم وخت کې ډېرو کارونو ته رسده ګي کړې ده.
د ولسمشر په خبره، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسون جديوالی ډیموکراتیک روند تقویه کوي او د راتلونکې له پاره پر ځان د خلکو باور زیاتولی شي.
افغان ولسمشر زیاته کړه، چې دغه کمېسیون باید د خلکو په غوښتنه، د رښتینولۍ پر اساس او په بې طرفه توګه پرېکړې وکړي.
هغه تاکید وکړ، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون باید لومړی د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدلو تاریخ وټاکي.
اجرایه مشر عبدالله عبدالله په دغه لیدنه کې وویل، چې هغه به د کمېسون د غړو سره د هغوی د نظرونو او وړاندیزونو په عملي کولو سره بحث وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي تادامیچي یاماموتو هم په غونډه کې وویل، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د وړاندیزونو تطبیقول کولی شي، چې پر ډیموکراسي باندې د خلکو باور زیات کړي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د تېرې یکشنبې په ورځ د (اګسټ په۳۱مه) د ۴۰ ورځو په تېرېدلو سره د خپلو وړاندیزونو بنډل اجرایه رییس ته ارایه کړ. اجرایه رییس ویلي وو، چې د دغه کمېسیون د وړاندیزونو پر اجرا به کار پیل کړي.





