افغان ولسمشر غني هرات ته په دویم یون کې وویل، چې شینډنډ به ۳ ولسوالیو ویشل کیږي.
ولسمشر غني نن ( جون ۱) هرات ولایت ته لاړ او هلته یې له امنیتي سرتېرو، سودا ګرو او د دغه ولایت له مخور سره خبرې اترې وکړې.
غني هرات میشتو ته وویل، چې په پام کې ده چې د شینډنډ ولسوالۍ په ۳ لویو ولسولیو و ویشل شي.
له دې مخکې داسې ویل کېده، چې ولسمشر غني به د شینډنډ ولسوالۍ یو خپلواک ولایت کړي.
نوموړي د هرات ولایت له مسولینو غوښتي دي، چې د دغې ولسوالۍ د ویش پلان چمتو کړي.
شینډنډ د هېواد په سوېل کې لویه ولسوالۍ ده، چې په تېرو کلونو کې نا امنه ولسوالۍ وه؛ د ځینو په وینا د دغې ولسوالۍ پراخوالی د زیاتې ناامنۍ لامل شوی دی.
په دغې ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو فعالیتونه او ترهګریز بریدونه د ډېرو خلګو د غبرګون لامل شوی دی.
له دې مخکې د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو د ښوونځنیو زده کوونکو ته ګواښ کړی و، چې ښوونځیو ته دې نه درومي.
د قرباني شویو سرتېرو سره د زیاتو مالي مرستو امر
په دغه یون کې ولسمشر د ۲۰۷ ظفر قول اردو له سرتېرو سره وکتل او د سرتېرو له سرښندنو نه یې مننه وکړه.
جمهور رییس د خبرو په ترڅ کې امر وکړ، چې له دې وروسته به د سرتېرو اکرامیه دوه چنده زیاته شي او د ټپي شویو سرتېرو کافي درملنه به کیږي.
له دې مخکې تېر حکومت په جګړه کې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ ته یې سل زره افغانۍ ورکولې.
له بل لوري ولسمشر غني زیاته کړه، جګړه پر موږ تپل شوې ده او دغه هېواد دا حق لري ،چې د تپل شوي جنګ پر وړاندې جګړه وکړي.
غني د خبرو په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې افغان حکومت به هیڅ کله هم له ضعیفه دریځه له وسله والو مخالفینو سره خبرې ونه کړي.
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح د خپلې فېسبوک پانې پرمخ د ولسمشر په دې کار سخته نیوکه کړې وه، او زیاته کړې وه چې په داسې وخت کې د هېواد ملي امنیتي ځواکونه ته انګیزه لرونکې، برنامه محوره، احساس پارونکې وینا وشي.
د صالح په باور ولسمشر ته په کار نه ده، چې سرتېرو ته ووایي که مړه او ټپیان شوې نو کورنیو ته به مو د وینو زیاته بیه ورکړو.
له بل لوري جاوید کوهستاني د ولسمشر په خبرو نیوکه کوي او وايي، ولسمشر ته په کار نه ده چې امنیتي ځواکونو ته و وايي چې له دوښمنه ویره مه لرۍ حکومت د ستاسو دکورنیو په اړه بې پروا نه دي.
د ده په وینا ولسمشر په غیر معمول ډول امنتي ځواکونو ته ډاډ ورکوي.
په ورته وخت کې نن اجرایه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، چې خلک په هېواد کې نور له جګړې ستړي دي او حکومت به په هر ګام کې د خلکو ګټې په پام کې لري.
ټکل شوې وه چې څه وخت وړاندې له طالبانو سره خبرې اترې وشي او له بل لوري پاکستان ژمنه کړې وه چې په دې خبرو کې به د کابل ملاتړی وي، لا تر دې دمه یې پایله معلومه نه ده.
په ورته وخت کې ولسمشر د یو لیک په لیږلو سره پاکستان ته یوه میاشت وخت ورکړی او په دې لیک یې غوښتي دي چې پاکستان دي په عملي کړنو سره د سولې له بهیر نه ملاتړ وکړي.





