د کورنیو چارو وزارت له ۱۰۰ زیات قراردادونه خیالي وو

د کورنیو چارو وزارت لوجیستیکي معین مرتضی رحیمي وايي، چې د دغه وزارت له ۱۰۰ زیات تدارکاتي قراردادونه خیالي وو.

رحیمي وویل، هغه وخت چې دی د کورنیو چارو وزارت لوجیستیکي معین و ټاکل شو، د کاغذ پر مخ ۹۶۴ قراردادونه موجود وو او هیڅ یو یې عملي شوی نه و.

د نوموړي په خبره، په څلورو میاشتو کې یې دا ثابته کړه، چې ۷۳۰ قراردادونه موجود و او له دې شمېرې ۸۹ قراردادونه یې د ملي تدارکاتو د ملي کمېسیون څخه پاس کړي دي.

رحیمي د ځېنې سوداګرو د اعتراض په ترڅ کې چې ویلي یې دي، د کورنیو چارو وزارت یې پورنه، نه ورکوي د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون ته ورغوښتل شوی و.

نوموړي  د مشرانو جرګې شکایتونو کمېسیون غونډه کې وویل، د کورنیو چارو وزارت په دې هڅه کې ده، چې یو روڼ حسابي سیستم جوړ کړي او د دې چارې له پاره د تدارکاتو په برخه کې نوي کادرونه ګومارل شوي دي.

دغه سوداګر وايي، چې کورنیو چارو وزارت یې د ۱۳۹۱ کلونو راهیسې په سلګونه میلیونو افغانیو پورونه، نه دي ورکړي.

په دې اړه رحیمي وايي، چې له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د هرې برخې قراردادونه جلا جلا له ټولو ولایتونو نه چې ټولټال به زر قراردادونه کېدل راتلل، خو اوس یې د قراردادونو شمېر را کم کړي دي او د قراردادونو بسته یې جوړه کړې ده.

د دغه وزارت معین وايي، له دې مخکې سیستم داسې و، چې په هر ولایت کې به د پولیسو اړتیاوو یو لیست چمتو کېده او د هغه ولایت والي او امنیي قوماندان به تاییدوه او کابل ته د اداري طی مراحلو او پیسو راوېستلو له پاره رالېږل کېدل.

رحیمي زیاته کړه، چې اوس د پولیسو معاشونه ۸۹ سلنه د سیستم له لارې ورکول کیږي او د دغه وزارت یو پلاوي د لسو زیاتو ولایتونو ته سفرونه کړي دي، چې تر څو د سیمه ییزو پولیسو معاشونه هم د سیستم له لارې ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت معین وویل، د دغه وزارت رهبري به هیڅ چاته اجازه ور نه کړي، چې د پولیسو معاشونه د قوماندانو جیبونو ته لاړشي.

دی وايي، په دې ورستیو کلونو کې د خوراکي برخې زیات قراردادونو معیاري حجم نه درلود او د مالیې وزارت معیار د خوراکي توکو له پاره په ۱۳۹۲ کال کې ۱۲۵ افغانۍ وې، خو قراردادونه په ۱۷۰ افغانۍ لاسلیک شوي وو، او د کورنیو چارو وزارت د دغو اسنادو د پلټلو په حال کې ده.

رحیمي وویل، دوی د ځېنو سوداګرو پورونه ورکړي دي او پاتې پورونه به ورکړي.

له دې مخکې یو څېړنیز بنسټ په خپل خپور شوي راپور کې ویلي و، چې د ۱۳۰ زرو زیات افغان امنیتي ځواکونه په تېره بیا پولیس خیالي دي او له حکومت نه پیسې اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام