غور هېڅ ښځینه قاضي او څارنواله نه لري

په غور کې د ښځو حقونو فعالانې د دغه ولایت په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځينه قاضي او څارنوالانو له نه شتونه شکایت کوي.

د دې ولایت د ښځو حقونو فعالو سلام وطندارته وویل، د ښځينه قاضي او څارنوالانو نه شتون د دې لامل شوی، چې د ښځو ډېرې دوسیې له څېړلو پاتې شي.

د دغو مېرمنو په خبره، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د مېرمنو نه شتون په دغه ولایت کې د ښځو په حقونو منفي اغېزه کړی دی.

غور ولایت کې د ښځو حقونو فعالې صدیقه ناصري سلام وطندارته وویل، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځينه قاضي او څارنوالې نشتون له امله مېرمنې خپلې ستونزې نارینه څارنوالانو ته نه شي وړاندې کولای.

دغه راز د مېرمنو حقونو یوه بله فعاله ماجبین رسا وايي، د ښځينه قاضي او څارنوالې نه موجودیت لویه ستونزه ده.

مېرمن رسا له مرکزي حکومته غواړي، چې د غور په عدلي او قضايي بنسټونو کې دې ښځې وګومارل شي؛ ترڅو د نورو ښځو ستونزې هوارې شي.

غور ولایت کې د ښځو چارو رییسه معصومه انوري هم په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځينه کار کوونکو له نه شتون شکایت کوي.

د مېرمن انوري په خبره، د ټولنې ځينو رواجونو له امله مېرمنې نه شي کولای په عدلي او قضايي بنسټونو کې نارینه څارنوالانو او قاضیانو ته خپلې ستونزې وړاندې کړي.

د غور د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالمعروف فایق سلام وطندار ته وویل، سره له دې چې د ښځينه قاضيانو او څارنوالانو له نه شتون سره مخ دي، خو د مېرمنو دوسیې نارینه څارنوالان په جدي توګه څېړي.

فایق وايي، هغه مېرمنې چې د څارنوالۍ په برخه کې يې لوړې زده‌کړې کړې وي کولای شي د دغه ولایت په اړونده اداره کې دنده ترسره کړي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د ښځو حقونو فعالانې وايي، په دې وروستیو کلونو کې غور یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي، چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځینه څارنوالۍ د نه موجودیت له امله د مېرمنو دوسیې بې برخلیکه پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام