له تخار ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايې، چې د دې ولایت خواجه غار ولسوالي بېرته د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله.
په ورته وخت کې افغان امنیتي ځواکونو د تخار ولایت د هزارباغ سیمه هم بېرته نیولې ده.
په همدې حال کې د سلام وطندار خبریال د جګړې له لومړۍ ليکې څخه د خواجه غار ولسوالۍ په اړه خبر راکوي، چې امنیتي مسولینو افغان ځواکونو ته ویلي، چې د طالب په نوم اسیر ژوندی پرې نه ږدئ.
یاده دې وي، چې طالب وسله وال د تښتېدلو پر مهال دولتي ودانيو ته اور اچولی دی.
خواجه غار ولسوالي ن سهار شاوخوا لس بجې د طالبانو له خوا نیول شوې وه.
د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ټول دولتي ځايونه د افغان ځواکونو په ولکه کې شوه او د راپورونو پر بنسټ هيڅ افغان سرتېری په دغه جګړه کې نه دی وژل شوی.
داسې راپورونه هم شته، چې وسله وال طالبان له وتلو وروسته ملکي کورونو ته هم اور ورته کړي.





