
کندوزيان وايي، د ياد ولايت په خاناباد ولسوالۍ کې د هوايي برید له کبله ګڼو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه برید یو شمېر ټپیان سلاموطندار ته وايي، برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
دوی وايي، په خپلو کارونو بوخت و چې هوايي برید پرې وشو او زياتوي چې څو تنه یې وژل شوي او څو نور یې ژوبل دي.
د کندوز د حوزوي روغتون یو ډاکټر عبدالروف وايي، د پېښې له ځایه له پرون راهیسې دغه روغتون ته ۱۰ ملکي وګړي وروړل شوي دي.
د ده په خبره، د دغو کسانو له منځه ۴ کسان مړه شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۶ نور ژوبل دي.
د کندز ولایت د بشري حقونو کمیسیون چارواکي وايي، په خاناباد ولسوالۍ کې ۱۲ ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ادعا رد کړه چې ګواکې د افغان امنيتي ځواکونو په بريد کې ملکي کسان وژل شوي او وايي، دغه هوايي برید کې ۳۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.
په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې، هوايي برید د قاري عبدالرازق او مولوي عباس په نوم د طالبانو دوه محلي قوماندانان هم وژلي دي.





