
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانکړی استازی رېچارډ اولسن وايي، چې د امریکا له پاره په سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا سیمو کې ثبات مهم دی او دغه غونډه د دوی له نظره په سیمه کې د سولې، ټیکاو او اقتصادي ودې په برخه کې د اسیا زړه هېوادنو د هڅو ښکارندويي کوي.
اولسن وايي، چې د اسیا زړه هېوادونو غونډه د افغانستان له پاره غوره فرصت دی، چې د سیمې هېوادونو مرستې زیاتې را جلب کړي او زیاته یې کړه، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګټوره ثابتېدی شي.
اولسن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغان سولې په اړه وویل، چې د کابل په مشرۍ د سولې خبرې د سیمې هېوادونو له پاره د ښه راتلونکي ځېری دی.
د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي اولسن وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسول د سولې خبرو اترو پرته د پای ټکی نه لري.
دی وايي، چې په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته رسېدلی او امریکا د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اوږد مهالو مرستو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې ژمنه لري.
د یادونې وړه ده، چې د امریکا په رهبرې د ناټو ماموریت په افغانستان کې د ۲۰۱۶ز کال تر پایه پورې تمدید شوی دی او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز له پار به ۱۳زره ناټو ځواکونه پاتې وي.





