
د فراه ولایتي شورا ځېنې غړي سلام وطندار ته وايي چې طالبانو بېګا ۲ بجې په یرغلیز ډول د دې ولایت په اناردرې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل چې نن سهار یې د دې ولسوالۍ امنیه قومانداني ونیوله.
د سیمې له ځايه را رسېدلي انځورونه هم ښيي چې طالبانو د اناردرې ولسوالۍ امنیه قومانداني نیولې ده.
د فراه ولایتي شورا غړي دادلله قانع سلام وطندار ته وویل، طالبان د اناردرې ولسوالۍ او د ملي اردو د یوې پوستې د نیولو هڅه کوي.
ده زیاته کړه، تراوسه امنیتي ځواکونو ته هېڅ مرسته نهده رسېدلې او دی له حکومته غواړي چې ژر تر ژره مرستندویه امنیتي ځواکونه ور ولېږي.
بلهخوا د ولایتي شورا غړې جمیلې امیني وايي چې پهدې بریدونو کې د اناردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو څلورو پولیسو سره ټپي شویدی.
دا هم د مرستیندویو ځواکونو غوښتنه کوي.

خو د فراه ولایت یو مندني فعال قدرتالله فاروقي وايي چې طالبانو د ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ترڅنګ د ولسوالۍ او د ملي امنیت د مدیریت ودانۍ نیولې دي.
په ورته وخت کې د فراه د والي ویاند ناصرمهري د طالبانو بریدونه تاییدوي او وايي چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته تر ۳ کیلومترۍ پورې رسېدلي او جنګ په تېزۍ سره روان دی.
هغه زیاتوي چې مرستندويه ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې ولسوالۍ ته ورغلي دي.
مهري همدارنګه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ ځېنې ځایونونو کې ماینونه خښ کړي چې د عملیاتو مخه یې نیولې ده.
د ده په وینا، تراوسه د امنیتي ځواکونو د مرګو ژوبلې په اړه کره معلومات نهشته.





