د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې پاکستان يوځل بیا له افغانستان سره د سولې په برخه کې پر خپلې مرستې ټينګار وکړ.
د ياد وزارت ویانداحمد شکېب مستغني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د افغان او پاکستاني چارواکو په لېدونو کې پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د سولې په برخه کې پر خپل ملاتړ او ژمنو ټینګار کړی.
نوموړي زياته کړه، پاکستان افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې له جګړې دې لاس واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی دوې ورځې وړاندې د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه هېوادنو استانبول بهیر په غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته تللی.
د افغانستان، ترکې او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې په اسلام اباد کې يې د اسيا زړه د کنفرانس پر مهال د پاکستان د چارواکو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له جګپوړو چارواکيو سره د افغانستان په امنيت، د سولې په بهیر او د اقتصادي ودې په اړه بحث شوی.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي، افغان طالبانو ته د پاکستان وروستۍ خبرداری، چې ویلي د جګړې دې لاس واخلي دا د پاکستان د ژمنو دوام دی.
دغه راز په بهرنيو چارو او امنیتي مسایلو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز هم تیره ورځ په اسلام اباد کې د اسیا زړه د استانبول بهیر ناسته کې یو ځل بیا د ترهګرې پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او ویلي، چې پاکستان، دافغانستان دښمن خپل دښمن ګڼي.
سرتاج عزیز په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې د افغانستان او پاکستان اړیکو نوی رنګ خپل کړی او پر دې اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي هم دکابل او اسلام اباد ترمنځ د نویو اړیکو خبره کوي.
دوی زیاتوي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان په اړه د افغانستان بهرني سیاست ځای ونه نیوه، نو اړتیا ده چې د دې هېواد په اړه نوی سیاست خپل کړی شي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فرامرز تمنا وايي، د نوي حکومت په جوړېدو سره د پاکستان پر وړاندې نوی سیاست ټاکل شوی او د نوموړي په وينا دا د خوښې وړ خبره ده.
تمنا زياتوي، په تېرو کلونو کې دافغانستان په اړه د پاکستان دهمکارۍ په خپلولو کې افغان حکومت پاتې راغلی و او د نوي سیاست له مخې به د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، سوداګریزې او فرهنګي اړېکې پر مخ وړل کيږي.
هغه وايي، د پاکستاني چارواکو پر ويناوو د باور کولو نه پرته بله چاره نشته.
د یادونې وړ ده، چې د اسيا زړه هېوادونو – اسټانبول بهیرپه ۲۰١۱م زيږدیز کال کې د افغانستان او ترکیې هیواد په ګدو هڅو پېل شوی و، چې موخه یې په افغانستان او ګاونديو هېوادونو کې د سوکالۍ او ثبات له پاره هڅې او د همکاريو رامنځته کول دي.





