جمهور رییس اشرف غني وايي، که مخالف وسله وال جګړه کول غواړي، نو د افغان امنيتي ځواکونو سره دې مخامخ د جنګ ډګر ته ووځي.
همدارنګه د افغانستان ولسمشر دا هم وویل، چې افغانان سوله غواړي او د تل پاتې سولې له پاره د حکومت کار دوام لري.
اشرف غني د جلال اباد ښار د وروستي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره دغه ښار ته تللی و او په دې اړه جوړې شوې غونډې ته يې د پورته ويناوو ترڅنګ زياته کړه، د ۶ میاشتو په اوږدو کې دوی ټولې نړۍ ته دا قناعت ورکړی، چې جنګ پر افغانانو تپل شوی او دوی د سولې او ثبات غوښتونکي دي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل، نفاق د نورو لاسوهونو او نفوذ ته لاره برابروي او د وسلې غېر مسول استعمال وطن ته ګواښ دی.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې "افغانان د یوې بېړۍ سپاره دي" د هغه په خبره که هرڅوک فکر کوي په دې بېړۍ کې خپله برخه سورۍ کړي، نو په غلطه درومي.
اخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه هم په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې غني د وژل شویو له خپلوانو سره د غمشریکۍ پرمهال وویل ؛ که ترهګر مېړني دي، نو د افغان امنيتي ځواکونو سره دې مخامخ شي، په بانکونو دې بریدونه نه کوي.
جمهور رییس اشرف غني په خپلو ويناوو کې دا هم وویل، چې په کوچنیانو د برید هدف دا دی، چې د افغانانو زړونه مات او روحيه يې کمزورې کړي.
هغه مخالفو وسله والو ته وویل، چې افغانستان يو زړور هېواد دی او هيڅکله به هم زور ته سر ټيټ نه کړي.
غني د قربانیانو خپلوانو ته په خپلو ويناوو کې هغوی ته زړه ورکړ او ويې ویل، چې د افغانانو اراده قوي ده او دا د ټولو افغانانو روښانه پېغام دی.
نوموړي د هېواد په ټولو وګړيو د اتفاق غږ وکړ.
یاده دې وي، چې د روان ۲۰۱۵ م زېږديز کال د اپرېل ۱۸ مه نېټه په ننګرهار کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړل.
دغه ځانمرګی برید د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د کابلبانک مخې ته هغه مهال وشو، چې خلک خپلو معاشونو پسې بانک ته تللي و.
وروسته بیا د بريد پړه د لومړي ځل له پاره د داعش ډلې پر غاړه واخیسته او د طالبانو بېلابېلو ډلو له لوري و غندل شو.





