
د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي سلام وطندار ته وویل چې طالبانو دا دوې ښځمنې پولیسې د غزني ښار له اړوندو سیمو نه د خپل کنټرول لاندې سیمو قرهباغ او اسفندې ته چې د ښار اړوندې دي؛ تښتولې دي.
اغلې رحیمي د دې ښځمنو پولیسو د ازادولو په اړه د دولت په بېپروګرامۍ تورنوي او وایي، تر اوسه پولیسې ژوندۍ دي او د راخوشې کولو امکانات یې شته.
خو د امنیتي بنسټونو مسوولان او د غزني د ولایت مقام د رسنیو دفتر د دې ښځمنو پولیسو د تښتولو په اړه بېخبري ښيي.
طالبانو تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.





