
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، له بهر نه افغانستان ته د داعش جنګیالیو د لېږدولو مسوول محمدسعید تېره شپه له یوه اندازه وسلو او مخابرو سره د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالي کې د کومانډویانو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
هغه وايي، دغه کس به له بهر نه د داعش جنګیالي د هغوی له کورنیو سره یو ځای افغانستان ته لېږدول.
دفاع وزارت د داعش دغه غړی د ننګرهار پر زندان د برید یو طراح هم بللی دی.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د داعش ډلې د استخباراتو عمومي مسوول په جلالاباد ښار کې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولی و.
داعش ډلې تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
یوشمېر وسلهوالو د یکشنبې په ورځ ماښام مهال د ننګرهار پر زندان برید وکړ چې له کبله یې ۲۹ کسان ووژل شول او نږدې پنځوس نور ټپیان شول.
افغانستان ته د داعشیانو د لېږد مسوول داسې مهال نیول کېږي چې د ملي امنیت ریاست درې ورځې وړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسوول ضیاالرحمان چې په اسدالله اورکزي مشهور و، د وژلو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست ویلي و چې نوموړی یې په ځانګړو پېچلو او هدفي عملیاتو کې وژلی دی.
اسدالله اورکزی د داعش ډلې د کورنیو مخالفانو د بېرحمانه وژلو له کبله پر «داعشي قصاب» مشهور و.
د ملي امنیت عمومي ریاست شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر عبدالله اورکزي چې په اسلم فاروقي مشهور و، له ۱۹ کسانو سره د نیولو خبر ورکړی و.
ملي امنیت هغه مهال ویلي و چې اسلم فاروقي په خپل لومړني اعتراف کې له داعش ډلې سره د سیمې د استخباراتي سازمانونو له ژورو اړیکو پرده پورته کړې ده.





