ښاپيرۍ نغمه یوه پښتنه سندر غاړې ده، چې د شاوخوا درې لسيزې وړاندې په سندرو ويلو پېل وکړ او اوس يې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تقریباً هر افغان له نوم سره اشنايي لري.
که څه هم تر اوسه دا په خپلو هنري کارونو کې تر ډېره بريده بريالۍ وه، خو په دې وروستيو کې يې پريکړه کړې، چې باید خپل شغل بدل او د (نغمې بنسټ ) تر نامه لاندې د بې وزلو افغانانو له پاره خدمت وکړي.
پښتنه سندر غاړې نغمه په خپل خپره شوې ويډيو کې ويلي، چې " د نغمې خېريه بنسټ زما يواځنۍ هيله وه، چې اوس بشپړه شوه."
د نوموړې په وينا، يو داسې بنسټ يې جوړ کړی، چې د بې وزله افغانانو سره به خپله افغانان مرسته کوي.
د مشهوره سندرغاړې په خبره، بنسټ به يې په بشپړه توګه افغاني رنګ ولري او د افغانانو له خوا به پر مخ وړل کيږي.
ښاپېرۍ نغمه وايي، چې " دا پر ما، زما د هېوادوالو پور دی او احسان يې نه ګڼم."
ښاپيرۍ نغمه په خپله خپره شوې ويډيويي کلپ کې وايي، چې د نغمې بنسټ کار به په بشپړه توګه رڼه او شفاف وي.
نغمه پر ښایست مشهوره ده، چې آن ځينو افغانانو يې ښایست د نورو نجنو له پاره د بېلګې په توګه کاروي.
د نغمې اصلي نوم ښاپيرۍ ده او څو کاله د مخه د خپل مېړه منګل نومه وتي افغان سندر غاړي څخه طلاق واخیست او داسې ويل کيږي، چې اوس يې بل واده کړی.





