د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریاخیل وايي، چې په ټول هېواد کې یې د معلولینو په نوم ۵۰ زره خیالي ویشل شوي جعلي کارتونه پېژندلي دي.
اغلې اوریاخیل سلام وطندار ته وویل، چې دغه شمېر خلکو هره میاشت له حکومت څخه تنخوا اخیسته چې اوس ورباندې دریدلې ده.
مېرمن اوریاخیل زیاته کړه، له ۵۰ زره خیالي معلولینو څخه ۶۰۰ کسان، چې په یوه وخت کې یې له دوو کاروتونو ګټه اخیسته، په نښه شوي او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شوي.
دغه وزارت وايي، چې ډېر ژر به د معلولینو او شهیدانو کورنیو کره شمېر معلوم کړي.
مېرمن اوریاخیل وايي، چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ورازت له فساد سره په مبارزه کې کلک هوډ لري، چې په دغه وزارت کې به هر ډول فساد له منځه وړي.
هغه وایې، چې دغه وزارت له وخت پروخت د اړونده ادارو، کار له کمي او کیفي پلوه څاري او ورسره د فساد شتون په اړه پلټنې کوي.
اغلې اوریا خیل داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د شیهدانو او معلولینو کورنیو کره شمېر نه دی مالوم، خو د مېرمن اوریاخیل پر وینا، د افغانستان ۲،۷ سلنه نفوس معلولین جوړوي.
د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو غه وزارت وايي، چې ډېر ژر به د معلولینو او شهیدانو کورنیو کره شمېر مالوم کړي.





