
د افغانستان بیارغونې لهپاره د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار تازه ریپوټ ښيي چې د ۲۰۱۸ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۹۷ ښځینه سرتېرو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو بهیر شوي دي.
سیګار د آر- اس جنسیت سلاکار دفتر د معلوماتو پر بنسټ دغه ریپوټ کاږلي د افغان امنیتي ځواکونو لیکو کې د ۴۳۳۵ ښځینه منسوبینو له ډلې ۲۹۷ هغو یې خپلې دندې پرېښې دي.
د سیګار ریپوټ ښيي د افغان پولیسو او پوځ په لیکو کې د سرتېرو شمېر کم شوی دی.
د افغانستان بیارغونې لهپاره د امریکا ځانګړې سرپلټونکې اداره وايي، د ۲۰۱۷ کال له سپټمبر بیا د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې ۱۸۰ ښځینه پولیسو خپلې دندې پرېښې چې لامل هم له کورنیو چارو دفاع وزارت ته د پوله ساتو پولیسو مسوولیت لېږد دی.
د سیګار ریپوټ زیاتوي، د افغانستان دفاع وزارت هوډ لري راتلونکیو ۴ کلونو کې هر کال د ۱۶۰۰ ښځینه سرتېرو په ګومارلو سره دغه وزارت کې د ښځینه ځواکونو شمېر زیات کړي.





