
د بغلان ولایت د پلازمېنې پلخمري د حسین خېل سیمې یو قومي مشر محمد نصیب سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه طالبان د حکیم خان کور ته چې په بجه باز مشهور و، ور ننوتل، د یو هلک په ګډون یې له کوره راوویست او د خپلې کورنۍ د غړيو په مخ کې یې پرې ډزې وکړې او ویې وژلو.
د محمد نصیب په خبره، دا یو غیرمسوول وسله وال و، چې له ۱۵ نه ډېر وسله وال او ۳ بچه بیریشان یې لرل.
په ورته وخت کې د بغلان د امنیت امر سمونیار امیرګل هم پېښه تاییدوي، وايي، چې وژل شوی شخص ملکي وګړی و او له حکومت سره یې هېڅ ډول تړاو نه لرلو.
د حسین خېل سیمې د اوسېدونکیو په خبره، طالبانو د سیمې خلکو او ملایانو ته خبرداری وکړی، چې د وژل شوي شخص جنازه ونه کړي.





