
د غور ولایتي شورا ځېنې غړي وايي، طالبانو د خپلو ورانکاره فعالیتونو او بریدونو ترسره کولو لهپاره په تازهګۍ سره د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ کې دیني مدرسه جوړه کړې ده.
د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان سلاموطندار ته وايي، وروستي مورد کې د طالبانو د مرستیال ملا احمدشاه یو سیمهییز قوماندان چې په ساغر ولسوالۍ کې د هغوی د دې چارې پروړاندې درېدلی و د شپې لهخوا وواژه.
دی وايي، طالبان په دې مدرسه کې یوازې ۱۰،۱۵ او ۱۶ کلن ماشومان د دوی د فکر او خپلو مفکور مطابق روزي او ډول ډول ترهګریزو چارو کې یې کاروي.
د غور ولایتي شورا مرستیال زیاتوي، که چېرې حکومت د دغو طالبانو پر وړاندې غلی پاتې شي او د دغې مدرسې فعالیتونو مخه ونهنیسي راتلونکې کې به د ډېرو بریدونو لیدونکي وي.

د غور امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي هم ساغر ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د مدرسې جوړول مني او وايي، تراوسه پورې دغه مدرسه په بشپړ ډول فعاله شوې نه ده.
د هغه په وینا، دغه مدرسه غور کې د طالبانو معاون ملا احمدشاه په لارښوونه جوړه شوې او اوس په کې د هغه کسان زدهکړې کوي.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، د ساغر ولسوالۍ دایشېر سیمه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو طالب مشران راغونډ شوي او د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو د بریدونو طرحه کولو پلان لري.
د ریپوټونو پربنسټ طالبانو یوکال وړاندې هم د ساغر ولسوالۍ مرکز کې ماشومانو ته د ترهګریزو زدهکړو او ماین جوړولو په موخه ورته مدرسه جوړه کړې وه، چې د سیمې اوسېدونکیو اقدام پایله کې وتړل شوه.





