د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د ملي یو والي حکومت باید د خلکو د ملاتړ او د امریکا له خوا پر پاکستان د مرستو له قطع کولو نه په استفادې سره، د پاکستان پر وړاندې له نويو سیاستونو نه کار واخلي.
د افغانستان او پاکستان اړیکي په وروستیو کې د کابل په ځېنو سیمو کې د پاکستان له خوا د خونړیو پېښو په ترسره کولو او د دغه هېواد پر وړاندې د افغانانو د نفرت له ډېرېدلو وروسته خرابې شوې. د ملي یو والي حکومت مشرانو د دغو پېښو په غبرګون کې پاکستان د ترهګرو په پناه ځای تورن کړ.
همدارنګه داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د امریکا متحد ایالاتو پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو لپاره د شاوخوا یو میلیارد مرستې ورکول قطع کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په سیمه کې راغلي بدلولونه د افغانستان په ګټه دي او د ملي یو والي حکومت باید له دې موکې نه استفاده وکړي، خو هغوی د ملي یو والي حکومت د مشرانو تر منځ د نظرونو د نه همغږۍ نه اندېښنه ښيي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، چې پاکستان د ملي یو والي حکومت په جوړښت کې نفوذ لري او په نظام کې دننه داسې حلقې شته، چې نه غواړي په سیمه کې د پاکستان نقش کمزوری شي.
هغه زیاتوي، دغه داخلي حلقې د افغان حکومت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونو دي او تر هغه چې حکومت دغه حلقې تصفیه نه کړي؛ د پاکستان پر وړاندې د نوي سیاست انتخابول ستونزمن او ناشونی کار دی.
د نظري پر باور، افغان حکومت باید له امریکا او چین سره خبرې وکړي او د دغو دوو هېوادونو پر مرسته پر پاکستان لازم فشارونه وارد کړي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي، افغانستان هغه وخت د پاکستان پر وړاندې اقدام کولی شي، چې په لومړي ګام کې د پاکستان پر وړاندې د ملي یو والي حکومت په دننه کې همغږي راپیدا شي او په دویم ګام کې، که د کورنیو لاس وهنو په اړه د پاکستان په اړه کوم مدرکونه لري؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره دې شریک کړي.
د ځلاند په خبر، افغان ديپلوماتان باید کوښښ وکړي، چې راټول شوي مدارک د ملګرو ملتونو د راتلونکې غونډې په اجنډا کې ځای کړي.
د سیاسي چارو دغه شنونکی په دې باور دی، چې افغانستان باید د امریکا د مرستو قطع کولو نه یو مستند سند جوړ او نړیوالو ته وښيي، چې امریکا هم پر پاکستان د ترورېستانو د ځپلو په تړاو بې باوره شوې ده.
د سیاسي چارو شنونکي په دې نظر دي، چې د ملي یو والي حکومت باید د خلکو له دې جملې نه چې "پاکستان د افغانانو د ښمن دی" ښه ګټه واخلي او د حکومت مشران باید، د کاري موکو پر ځای سیاسي فعالتونو ته پاملرنه زیاته کړي.





