په مېدان وردګو کې درې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

د ملي شورا ځينې غړي وايي، د افغانستان د وردګ ولایت درې ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو له قوي ګواښ سره مخ دي او که د افغان حکومت له لوري ورته جدي توجه ونه شي، نو کېدای شي چې دغه ولسوالۍ سقوط وکړي.

په ملي شورا کې د مېدان وردګو ولایت استازي وایي، د ورستیو ناامنیو له کبله د دغه ولایت درې جغتو، سېد اباد، او دايميرداد ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو له سخت ګواښ سره مخ دي.

په مشرانو جرګه کې د میدان  وردګو ولایت استازي  حسیب الله  کلیمزي د يوې غونډې پر مهال وویل، چې اوسمهال د میدان وردګو ولایت په نیمایي ولسوالیو کې دولتي کارکوونکي نه شته او ورځ تربلې د دغو سيمو اوسېدونکي له دولته واټن اخلي.

اخوا په ولسي جرګه کې د مېدان وردګو ولایت استازي عبدالمجید وردګ وايي، چې تر پخوا د مېدان وردګو امنیت خراب شوی او سلګونه کورنۍ د ناامنیو له کبله پلازمینې کابل ته کډه شوي دي.

د ملي شورا دغه غړي خبرداری ورکوي، که چیرې وردګو ته پام ونه شي نو لرې نه ده، چې د ناامنيو دغه کړۍ کابل په لوري هم پراخ شي.

بل خوا بیا د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستيال دولت وزيري سلام وطندار ته ډاډ څرګند کړ، چې په جغتو، سېداباد او دایميرداد ولسوالیو کې د ملي اردو ځواکونه ځای پرځای شوي او هيڅکله به وسله وال مخالفین وران کاريو ته پرې نه ږدي.

د دغه ولایت نوي والي حیات الله حیات د کار په لمړي ورځ وردګ میشتو ته ډاډ ورکړ، چې د کار په لمړیو ورځو کې به امنیت، اداري فساد، دولتي ځمکو غصب په ولایتي اداره کې سمون او بدلون ته به ډيره پام کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام