د روڼتیا څار اداره: که د امنیتي سکتور څخه د جنګ سالارانو لاس لنډ نه شي نظام به سقوط وکړي

 

د افغانستان د روڼتیا څار اداره وايي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکه کې د جنګ سالارانو نفوذ، پراخ فساد او سیاسي لاس وهنې د امنیتي جوړښت د تیت پرک کېدو سبب کیږي.

د نړیوالې روڼتیا یا TI د نوې څېړنې پر بنسټ افغانستان د امنیت او دفاع په مدیریت کې په ټيټه سطحه کې دی.

د افغانستان د روڼتیا څار اداره د TI خپور شوي راپور ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان د امنیتي بنسټونو د تدارکاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ لري، خو په دفاعي سکتور کې پراخ فساد د امنیتي ځواکونو مرال زیات ضعیف کړی دی.

د نړیوالې رونټیا په راپور کې راغلي دي، چې د افغانستان نظامي ځواکونه د دې په ځای چې د خلکو په خدمت کې وي، په دې مجبور دي، چې د سیمه ییزو جنګ سالارانو خدمت وکړي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رییس سیداکرام افضلي په دې اړه په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، که د ملي یووالي حکومت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جنګ سالارانو لاس غوڅ نه کړي په دغه بنسټ کې به لا فساد زیات شي.

افضلي وویل، هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو په قراردادونو کې فساد کړی، هیڅ یو تر اوسه یې د فساد په تور عدلي او قضايي بنسټونو ته نه دي سپارل شوي.

دی وايي، چې نړیواله ټولنه دې افغانستان سره د امنیتي او دفاعي برخو کې مرسته وکړي او د ملي یووالي حکومت سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي.

د ملي یووالي حکومت د لوړپوړو چارواکو نه ځواب وینه، په دولتي بنسټونو کې د پراخ فساد موجودیت سیاسي، مالي، عملیاتي او تدارکاتي برخې زیاتې زیانمنې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ د پولیسو وضعیت په اړه یو څېړنه راپور خپور کړې ده.

په دغې څېړنه کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې قوم پرستي، بې عدالتي، فساد او د خپلوي اړیکو پاللو ته اشاره وې او ویل شوي دي، چې دغو ستونزو پولیس له پښو غورځولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ځلې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د قوم پرستۍ په اړه راپورنه خپاره شوي دي، خو په تازه ګۍ سره ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په ګډې همغږۍ سره دغو ستونزو د حل له پاره په یو پلان کار کړی او ژمنه یې کړې، چې ژر په د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام