د کابل ـ غزني په لویه لاره د ټکر له امله ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه ټپیان شوي دي

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې نن (یکشنبې) ګهیځ ۷:۳۰ بجې یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس د تېلو له یو ټانکر سره د مقر ولسوالۍ د لرلم په سیمه کې مخامخ لګېدلی دی.

په دې پېښه کې په دواړو موټرو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

د امرخېل په خبره، له ټکر وروسته د تېلو تانګر اور اخیستی او ځېنې سپرلۍ په اور کې سوځېدلي دي.

په ورته وخت کې د مقر سرپرست ولسوال وحیدالله وايي، چې په دواړو موټرو کې ۱۱۰ تنه سپاره وو، چې د اټکل له مخې په دې پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي دي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي.

د وحیدالله په وینا، ښايي د ټپیانو او وژل شویو شمېر زیات شي. او زیاتوي، چې د پېښې سیمې ته پولیس ورسېدلي دي.

د غزني ولایتي روغتون یو تن کارکوونکی صفی الله وايي، چې تر اوسه پورې د پېښې له سیمې ۲۰ تنه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

دی وايي، چې د ټپیانو حالت ډاډمن نه دی او ټپي شوي کسان سخت سوځېدلي دي.

صفي وویل، چې سوځېدلي کسان به ډېر ژر مرکز کابل ته ولېږدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام