ولسمشر د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې ګډون کوي

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن (دوشنبه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې به ګډون وکړي.

عبدالله وویل، چې دغه کنفرانس به د افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د اختلاف د له منځولو لامل شي.

دی وايي، چې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس د افغانستان سولې، ټیکاو او اقتصادي مرستو په برخه کې مهم دی.

له دې مخکې داسې اوازې وې، چې ولسمشر به په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره اسلام باد ته ولاړ نه شي.

په همدې حال کې، د باندنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د اسیا زړه هېوادونو په پنځمه غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړیږي؛ په سیمه کې د ترهکرۍ سره د ګډې مبارزې او په ګډو امنیتي ګواښونو به په خبرې او بحث وشي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، ټاکل شوې ده، چې د اسیا زړه هېوادنو کنفرانس غونډه به په راتلونکو دوه ورځو کې په اسلام اباد کې جوړه شي او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د امنیت خوندیتوب ددې ناستې مهمه برخه ده.

د مستغني په خبره، په دغه کنفرانس کې به د سولې پروسې په اړه خبرې ونه شي، خو ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د مرستو پیاوړتیا او د سیمه ییز تړون د سطحې پياوړتیا د سولې او امنیت په برخه کې ښه اغیز لرلی شي.

د باندنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې افغانستان د اسیا زړه هېوادونو په محور کې ځای لري، نو له همدې امله دغه کنفرانس د افغانستان له پاره زیات مهم دی.

د ولسي جرګې غبرګون

د ولسي جرګې ځېنو وکیلان وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د افغانستان جګړې په اړه واقیعتونه نړۍ ته ښکاره کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبه) عمومي غونډه کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ولسمشر په ګډون ټینګار وشو.

دغو وکیلانو وویل، چې افغان حکومت مشران دې په دې کنفرانس کې په ډاکه کړي، چې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې د پاکستان هېواد لاس دی؛ ترهګرو سره مرسته کوي او افغانستان ته یې د جګړې له پاره رالېږي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړي صالح محمد صالح وویل، ولسمشر غني دې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس او نورو نړیوالو کنفرانسونو کې باید په افغانستان کې د جګړې دوام او ترهګرو ملاتړو هېوادونو په اړه په زغرده سره ووايي، چې په افغانستان کې جګړه سیمه ییزه ده.

صالح وویل، چې ولسمشر دې دا په ډاګه کړي، چې دغه جګړه نور د افغانستان له توانه وتلې ده او تر هګرۍ ملاتړي هېوادونه کله یې د القاعدې، کله یې د طالب او کله یې هم د داعش په نوم پر مخ بیايي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، چې د دې کرغېړنې جګړې د شنډولو له پاره دې د نړۍ سره ګډ پلان جوړ شي.

د ولسي جرګې غړیو وویل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شاه د ځواکمنو هېوادونو لاس دی او باید دغه په ډاګه شي، چې وسله والو طالبانو او نور ټولو ترهګریزو ډلو ته کوم هېوادونه امکانات ورکوي.

په دې اړه د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې د جرګې مشري یې کوله وویل، چې د افغان حکومت مشران دې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ترهګرو د ځالو، سرچېنو او تمویلوونکو هېوادونه راغلو هېوادونو ته ور وښيي.

ده وویل، چې ولسمشر دې د پاکستان د سولې په غلطو ژمنو کې ونه غولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په شاه شهید سیمه کې له درنې چاودنې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پړې شوې او افغان حکومت له پاکستان سره اړېکې سستې کړې او له راشې درشې یې لاس واخیست.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام