افغانستان باید پر پاکستان له اوسنيو سیاسي فشارونو سمه ګټه واخلي

په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه د ځینو هیوادونو لکه جرمني، امریکا او نورو هیوادونو مشرانو د ترهرګرۍ پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د مبارزې په اړه اندیښنې په ډاګه کړي دي.

د نړېوالو اړیکو څیړونکي محمدعلي سلام وطندارته وویل، چې اوس په نړېواله کچه داسې فضا رامنځ ته شوې، چې ټول له ترهګروسره د پاکستاني چارواکو پر مبارزي او ژمنو شک من شوي دي؛ نوافغان چارواکي باید له دې ګټه پورته کړي اود نړۍ له سترو هېوادونوغوښتنه وکړي، چې پر پاکستان له بېلابېلو لارو فشارونه زیات کړي.

تیره ورځ د جرمني د بهرنیوچارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلی وو، هغه څوک چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او د سولې د راوستو د لارو د بندیدو په لټه کې دي، نو دوی د نابودۍ له پاره د افغانستان پلوي کوي.

د غه راز د ابن سینا د پوهنتون د سیاسي علومواو نړېوالو اړیکواستاد محمد قاسم عرفاني وایي، دا لومړی ځل نه دی چې په نړېواله کچه د پاکستان پر وړاندې د یوشمیرسترو هیوادونو د چارواکوپه نظرونوکې بدلون راغلی.

عرفاني زیاتوي پخوا هم ځېنو هیوادونو د ترهګرۍ پر  وړاندې د پاکستان له مبارزې خوښ نه وو؛ خو افغان چارواکو له داسې وضعیت ګټه نه ده پورته کړې.

دی زیاتوي، افغان حکومت باید نړیوال ملګري وهڅوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان له دوه مخي چلند په اړه غبرګون وښيي.

د هغه په خبره اوسمهال د پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې يو سیاسي بستر پرانستلو ته ضرورت لیدل کيږي او دغه بستر به مثبتې پایلې ولري.

تیره ورځ د پاکستان د لومړي وزیرسره د امریکا د امنیت د شورا سلاکارې میرمن سوزن رایس د لیدنې پرمهال هم هغه ته ویلي دي، چې پاکستان باید د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او د پاکستان په ژمنو یې په دې برخه کې اندیښنه ښودلې ده.

د نړیوالو اړیکو بل څیړونکی محمد علي اخلاصي وایي، افغان چارواکي ترهرڅه د مخه باید په خپلواکۍ سره جوړشي او د پاکستان پر وړاندې یو ښکاره سیاست غوره کړي؛ نوبیا کولی شي د نړۍ اوسني حالت ته په کتوسره چې د نړۍ ځینې سترهیوادونه هم له ځان سره ملګري کړي په پاکستان کې له بیلابیلو لارو فشار راولي.

په دې ورستیو کې امریکا د پاکستان سره د کلنۍ یومیلیارډو ډالرو  مرسته چې د ترهګرۍ سره دمبارزې په نامه پاکستان ته ورکوله بنده کړې ده او له دې سره جوخت د ځینو هیوادونو د مشرانو څرګندونې هم کله ناکله داسې وي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د مبارزې په چاره شکمن دي اویا هم بې باوره شوي دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام