کابل د څلورو هېوادونو د لوي درستیزانو کوربه دی

ولسمشر اشرف غني هم د اوزبیکستان او قزاقستان له لوی درستیزانو سره لېدلي او له هغوی یې غوښتي چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې په کابل کې د امریکا، افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د لوړپوړیو پوځي چارواکیو غونډه د نشه‌یي توکیو او ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د دغو هېوادونو هڅو همغږي کولو په موخه جوړه شوې.  

وزیري سلام‌وطندار ته وویل دغه غونډه دوه ورځنۍ ده او د تېرې ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون، د افغانستان، اوزبیکستان او قزاقستان هېوادونو لوی درستیزانو ګډون کړی وو.

د ښاغلي وزیري د معلوماتو له‌مخې، نن ورځ (سه شنبه) د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر باجوه هم په غونډه کې ګډون کړی دی.

دغه راز ولسمشر اشرف غني هم د اوزبیکستان او قزاقستان له لوی درستیزانو سره لېدلي او له هغوی یې غوښتي چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې افغانستان سره همکارۍ پراخې کړي.

د سویلي اسیا او افغانستان له‌پاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې کړنلارې له اعلان وروسته دا د امریکا او سیمې هېوادونو د لوړپوړیو پوځي چارواکیو لومړنۍ غونډه ده چې په کابل کې جوړېږي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام