کابل به نن د ترکمنستان د ولسمشر کوربه وي

حکومت ته نږې سرچېنې سلام وطندار ته ویلي دي، چې د ترکمنستان ولسمشر قربان اوغلي بردي محمد دوف به نن کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره به وګوري.

سرچېنه وايي، چې د ترکمنستان ولسمشر به د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو سره په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ترکمنستان ولسمشر او افغان ولسمشر به د برېښنا، سولې، په ټاپي پروژې، دوه اړخیزو اړیکو سربېره په یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې اترې وکړي.

سرچېنه همدا راز وایي، چې دواړه لوري به په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو په اړه یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر او اجرایه رییس په بېلا بېلو هغو لیدنو کې، چې له ترکمنستان هېواد نه یې کړې وې، سیالو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، انرژۍ، ترانزیت، فرهنګي، بشري مرستو او د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو موضوع ګانو په اړه بحثونه، ژمنې او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي و.

د دغو ژمنو او مرستو له ډلې یې د ټاپي پروژه یو له هغو لویو ستراتیژیکه پروژه ده، چې افغانستا، پاکستان او هندوستان هېوادونه له اقتصادي اړخه سره نښلوي.

په دغه سفر کې به د ترکمنستان ولسمشر سره دهغه هیواد لوړپوړي چارواکي هم ملتیا کوي، چې هغوی به هم په خپلو منځونو کې پر مهمو مسایلو سره خبرې اترې وکړي.

ددې ناستو په ایجنډا کې به په افغانستان کې روانه جګړه هم ځای ولري او د داعش او نورو نړیوالو ترهګریزو ډلو په اړه به د مبارزې له پاره سره نظرونه شریک کړي.

ترکمنستان هېواد ته افغان ولسمشر اشرف غني په خپل لومړي سفر کې ویلي و، چې دغه هیواد یې له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی او په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې دې ته لاره هواره کړي چې یو ځل بیا دواړه هېوادونه د منځنۍ اسیا په اقتصادي دهلیز بدل شي.

همدا دول په هغې لیدنو کې دواړو ولسمشرانو په بېلا بېلو برخو کې دهمکاريو ژمنې او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام