ځینې کابلي استوګن: په ښار کې د حکمتیار د وسله والو ګرځېدل وېره خپروي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، کابل ته د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار له راتګ سره سم د دې حزب یو شمېر وسله والو په ښار کې په زور ښودنې سره خلک ووېرول.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر خپلو ټولنیزو پاڼو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د حزب اسلامي تر بیرغ لاندې یو شمېر وسله وال په ښار کې تګ راتګ کوي.

دغه ښاریان وايي، له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې تړون موخه سوله ده، نه پوځی زور ښودنه.

په دې اړه د کابل ښار دوو اوسېدونکو نعمت الله او فریدون سلام وطندار ته وویل، چې د حزب اسلامي اړوند وسله والو د دوی د امیر راتګ سره سم په ښار کې پوځي مانور وښودلو او دا چاره په ځوانانو بد اغیز کوي.

د کابل دغه اوسېدونکي وايي، نور له جګړې او پوځي حالاتو ستړي دي.

 خو د حزب اسلامي ویاند نادر افغان سلام وطندار ته وویل، دغه حزب هېڅ ډول پوځي مانور نه دی کړی او یوازې د ګلبدین حکمتیار ساتونکو سره وسلې وې.

افغان وايي، د ګلبدین ساتونکي وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري.

نادر افغان وايي، اسلامي حزب له دولت سره د سولې هوکړې له مخې خپلې وسلې دولت ته تسلیم کړلي دي.

ومو غوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو؛ خو د پرلپسې اړیکو سره، سره ځواب رانه کړل شو.

د ریپوټونو له مخې، په افغانستان او پلازمینه کابل کې د خپل سره وسله والو ډلو ګرځېدل راګرځېدل کومه نوې خبره نه ده؛ په بېلابېلو مناسبتونو لکه د شهید اوونۍ، د محرم لسمه او نورو کې خپل سري او ناقانونه وسله وال لیدل شوي، چې کله ناکله یې مرګ ژوبله او ورانی هم کړی دی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام