
د هرات ښار دویمې حوزې اړوند په النبي جومات کې چاودنې یو کس وژلی او ۷ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد وليزاده د پېښې په تایید سره وايي، د پېښې ټول قربانیان ولسي خلک دي.
د پولیسو ویاند د پېښې څرنګوالي په اړه وايي یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلیو چاودېدونکیو توکیو ته چاودنه ورکړې ده.
دی وايي، دوه بریدګر په یو زرنج کې راسپاره وو او هڅه یې وکړه ځان جومات ته وردننه کړي د جومات ساتونکیو لهخوا پېژندل کېږي او یو بریدګر وژني او بل یې ځان پورې تړلیو توکیو ته چاودنه ورکوي.
خو د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شیرزی وايي، د پېښې له سیمې یو مړی او ۸ تنه ټپيان وروړل شوي دي.
تراوسه د پېښې مسوولیت هېڅ وسلهوالې ډلې نه دی اخیستی.
د پېښې له سیمې وروستي کوم جزیات چې سلاموطندار ته رارسېدلي وايي، په پېښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.





