روغتیايي مسولین وايي، چې د کندوز ولایت د بې ځایه شویو کورنیو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د کندوز ولایت بې ځایه شویو کورنیو ته د روغتیايي مرستو رسولو مسولین وايي، چې د بې ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د نس ناستي او سینه بغل ساري ناروغیانې خپرې شوي او زیاتوي، چې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ ناروغانو درملنه یې کړې ده.
د "ادا" سازمان د ظرفیت لوړونې برخې مسول او د کندوز ولایت بې ځایه شویو کورنیو سره د روغتیايي مرستو رسولو مسول داکټر شمس الاسلام شمس وايي، چې د دغو کورنیو غړي د ناسم روغتیايي چاپېریال له امله ناروغان شوي دي.
نوموړی وايي، چې روغتیايي ډله یې د بې ځایه شویو کورنیو د تشخیص او درملنې په حال کې دي.
د کندوز له جګړې څخه یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ تخار ولایت ته کډه شوي دي.
دغه کورنۍ هلته په ازاده فضا او له خځلو ډک چاپېریال کې استوګن دي او یو شمېر نور یې هم د حکومت او خیریه بنسټونو له لوري په مرسته شویو خیمو کې شپې او ورځې تېر وي.
دغه بې ځایه شوې کورنۍ له حکومت څخه شکایت کوي او وايي، چې پر وخت یې له دوی سره مرستې نه دي کړي.
خو له بل لوري د تخار والي د دفتر رییس امام حیدر وايي، چې د سیمه ییز حکومت له لوري د بې ځایه شویو کورینو سره د مرسته کولو له پاره ۱۶ ډلې په دندو ګومارل شوي دي.
دی وايي، چې دغه ډلې به د تالقانو ښار په (بییش باتر او شرکت) سیمو کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
حیدر وايي، چې سیمه ییز حکومت له مرسته کوونکو بنسټونو سره یو ځای له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراک، دارو درمل او کمپلو مرسته کوي.
له بل لوري د دغه ولایت اوسېدنکي وايي، چې د خپل توان سره سم به له بې ځایه شویو کورنیو سره د درملو، خوراکي توکو او نورو اړتیاوړ څېزونو مرسته وکړي.
له بل لوري راپورنه وايي، چې په تخار کې د کندوز له بې ځایه شویو کورنیو سره د کندهار خلکو مرسته ور رسېدلې ده او ډېر ژر به دغه مرسته د کندوز په بې ځایه شویو وویشل شي.
د تخار والي د دفتر رییس وايي، چې له مرکز څخه رالیږل شوي مرستې په لارو کې د امنیتي ستونزو له امله تر اوسه پورې دغه ولایت ته نه دي را رسېدلي.
د دغه ولایت حکومتي مسولین خبر ورکوي، چې تخار ولایت ته له کندوز څخه ۷ زره کورنۍ راغلي دي.
دوی وايي، چې دغه کورنۍ په ناسم روغتیايي چاپېریال کې ژوند کوي او خبرداری ورکوي، که د کندوز له بې ځایه شویو کورنیو حالت ته پام ونه شي انساني ناورین به رامنځته کړي.





