
پر ختیځ کونړ ولایت د پاکستانیو ځواکونو له لوري توغندیز بریدونه په وقفه يي ډول لا هم دوام لري؛ خو افغان حکومت تر دې دمه د دغې ستونزې پر بنسټیز حل نهدی بریالی شوی.
د کونړ د ولایتي ادارې ویاند غني مصمم وايي، له تېرې ورځې راهیسې یو وار بیا پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د کونړ پر خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو شاوخوا ۴۹ توغندي وار کړي دي.
مصمم وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دغو توغندیزو بریدونو له امله نیږدې ۳ سوه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشران وايي، دغه توغندي د یادې ولسوالۍ پر نولۍ، ګلاب پړۍ، ورغالي، کوټکي، ننګاسر، د شونکړۍ په ګرګو، سباجي شاوخوا سیمو لګېدلي، چې تر اوسه پهکې ملکي وګړیو ته د سرزیان اوښتو په اړه راپور نهشته.

حاجي زرګل وايي، چې د پاکستانيو ځواکونو په توغندیزو بریدونو د دوی کورونه ویجاړ کړي، خو زیاتوي، چې دوی له موقع مخکې خپل کورونه پرېښي او هره شېبه پهدې تمه دي، چې توغندیز بریدونه پرې کيږي.
یو بل قومي مشر محمدامین امین وايي، چې د پېښو له ځایونو خلکو کډې رابار کړي دي او د سرکاڼو د پشد په وچ ډاک کې یې د مرګ له وېرې اړولي، پهداسې حال کې چې نه خپله د خوراک ـ څښاک څه لري او نه یې له نورو غوښتلی شي.
د کونړ د ولایتي شورا مشر محمد ساپي سلام وطندار ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، تر اوسه په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې د پاکستانیو ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۵ سوه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شويدي.
نوموړی پهدې برخه کې مرکزي حکومت ځکه پړ ګڼي، چې تر اوسه یې دغې ستونزې ته اساسي حل نهدی پیداکړی.
هغه وايي، که د حکومت دغه ډول ناغېړي دوام وکړي؛ نو د ولس او حکومت ترمنځ واټن راتلی شي.
پر ختیځو او جنوبي ولایتونو د پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه له کلونو راهیسې وقفه يي دوام لري؛ پهدې وروستیو میاشتو کې یې زور اخستی؛ خو مالومه به شي چې حکومت د دغې ستونزې په اساسي حل کله بریالی کېږي.





