د کابل ـ لوګر او بغلان ـ بلخ لارې تړل شوې‌دي

لاریونوالو د ځمکو د غصب د مخنیوي په پار د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په پوله د کندهاریو سیمه کې د کابل ـ لوګر لاره وتړله.

دغو لاریونوالو چې شمېر يې شاوخوا ۵۰۰ تنو ته رسېد؛ په‌دې ولایت کې له دولته د ځمکو د غاصبینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

یو شمېر لاریونوالو سلام وطندار ته وویل، چې په لوګر کې د ځمکو غصب ورځ تر بلې زیاتېږي او ګواښ يي وکړ، که دولت د دې مخه ونه‌نیسي؛ خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

دولت او نورو اړوندو خواوو تر اوسه په‌دې اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

هاخوا بیا طالبانو د بغلان پلخمري په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې د بغلان ــ بلخ لاره تړل شوې‌ده.

دغه بریدونه د چشمه‌ي‌شېر عمرخېلو په سیمه کې شوې‌دي.

بغلان کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو په‌دې لاره امنیتي پوستې نیولې دي.

خو د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله شجاع وايي چې طالبان په شاه تمبول شوي‌دي.

بل خوا ویل کېږي، چې په‌دې برید کې د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ساتونکي وژل شوی؛ خو ښاغلی شجاع زیاتوي، په‌دې برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله نه‌ده اوښتې.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام